لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهه گر دپاکستان اؤ افغانستان گډ دښمنان دي،دافغان پوځ مشر


 دافغان پوځ مشر وويل چې دواړو هيوادونو ته په ترهه گرۍ دقابو موندلو اؤ دتشدد ختمولو لپاره دخپل مينځي مرستې ضرورت دى.
دافغان پوځ مشر وويل چې دواړو هيوادونو ته په ترهه گرۍ دقابو موندلو اؤ دتشدد ختمولو لپاره دخپل مينځي مرستې ضرورت دى.

دافغانستان دپوځ مشر جنرل شيرمحمد کريمي سيمې څخه دترهه گرۍ دجرړو ويستو لپاره دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دخپل مينځي مرستې په ضرورت زور راوړى اؤ وئيلي يې دي چې نن پاکستان اؤ افغانستان ته دغيررياستي عناصرو څخه تر ټولو زياته خطره ده.

دافغانستان دپوځ مشر ترهه گر دپاکستان اؤ افغانستان گډ دښمنان په داسې حال کې گرځولي دي چې دافغانستان په جلال اباد ښار کې نن دخالي په ورځ دافغان بينک مخې ته دتنخا اخستو لپاره په راټولو شوؤ سرکاري ملازمانو يوه خودکش حمله کې لږ ترلږه ٣٣ کسان وژل شوي اؤد١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دافغان پوځ مشر تيره ورځ اسلام اباد ته په دوه ورځنۍ دوره رسيدلى ؤ اؤ دغلته يې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه هم کړې وه.

کاکول کې د١٣٢م پي ايم اى لانگ کورس پاسنگ اؤټ پريډ ته دوينا په مهال دافغان پوځ مشر اؤ ددستورې ځانگړي ميلمه جنرل شيرمحمد کريمي وويل چې سيمه دترهه گرۍ پشان دسترو چيلنجونو سره مخ ده اؤ بهرنو خطرو څخه کورنۍ خطرې زياتې دي نو ځکه سيمه کې دامنيت ټينگښت دټولو گډ مسؤليت دى دکوم په پوره کولو سره چې دکروړونو خلکو ژوند ژغورل کيدى شي.

دافغان پوځ مشر وويل چې دواړو هيوادونو ته په ترهه گرۍ دقابو موندلو اؤ دتشدد ختمولو لپاره دخپل مينځي مرستې ضرورت دى.

هغه وويل دنن دور کې دجنگ اؤ امن دحالاتو په ذمه وارو کې فرق دى اؤ هر هيواد ته دخپل اؤ خپل گاونډي هيواد دثبات په اړه سوچ کول پکار دي.

هغه ومنله چې دپاکستان پوځ دنړۍ دغوره پوځونو څخه يو دى اؤ هغوي دترهه گرۍ دمقابلې کوټلى توان لري.

هغه وويل تيرو څلورو لسيزو کې سيمې ته دجگړې څخه زيات زيان رسيدلى.

هغه وويل سيمې ته دهاغو ترهه گرو اؤ تندلارو څخه لويې گواښ پيښ دى چې پولې نۀ مني اؤ نۀ يې کوم مذهبي اؤ اخلاقي اقدار شته اؤ زياته يې کړه چې ترهه گر دپاکستان اؤ افغانستان گډ دښمنان دي.

جنرل کريمي دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په روانو ستراتيژيکي مذاکراتو داطمينان څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل چې دې سره به سيمه کې دامن اؤ ثبات په ترلاسه کولو کې مرسته ترلاسه شي.

کابل کې دنوې انتظاميې درامينځته کيدو څخه وروستو دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ اړيکې يو څه ښې شوي اؤ دتيرو څو مياشتو راهسې ددواړو هيوادونو دعسکري اؤ سياسي چارواکو ترمينځ تماسونو کې زياتوالى راغلى دى.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک هم تيره ورځ دافغانستان په دوه ورځنۍ دوره کابل ته رسيدلى ؤ اؤ دغلته يې دافغان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په گډون گڼو مهمو افغان چارواکو سره ليدلي وؤ.

دميډيا راپورونه وائي چې وزيراعلي پرويز خټک افغان مشرانو سره دافغان امن عمل، خپل مينځي تجارت اؤ کډوالو دستونزو په گډون په بيلا بيلو مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

دتيرکال په اخره کې افغانستان کې دامريکا له لوري د١٣کلنې جگړې پاې ته درسيدو څخه وروستو دصدر اشرف غني حکومت طالبانو سره دامن مذاکراتو پيل کولو هڅې کوي.

افغان حکومت اؤ ليويديز چارواکي مني چې پاکستان د١٩٩٠ء په لسيزه کې دطالبانو حکومت سره دښو اړيکو لرلو له امله اوس هم دخپل اثرورسوخ په استعمالولو سره هغوي دمذاکراتو ميز ته راوستلو کې کردار ادا کولى شي.

پاکستان وائي دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دامن خبرو اترو دپيل کيدو په اړه اسانتيا ورکولو ته چمتو دى دامن عمل کې به بنيادي کردار افغان حکومت اؤ افغان طالبانو ته پخپله ادا کول وي.

کابل ته دخپلې تيرې دورې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف افغان صدر اشرف غني ته باور ورکړى ؤ چې افغان طالبان افغان حکومت سره خبرو اترو ته اماده دي خو طالبان افغان حکومت سره دڅه رقم خبرو پيل کولو څخه انکاري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG