د افغانستان ننگرهار صوبې په مرکزي ښار جلال اباد کې يو ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه دغه بريد نن د خالي په ورځ سحر د افغانستان ختيزې صوبې په سر ښار کې د کابل بېنک مخې ته شوی چې د بېنک مخې ته سرکاري نوکران تنخواه اخيستو ته راجمع وو .
د ننگرهار صوبې د پوليس مشر فضل احمد شېرزاد بريد کې د ۲۲ کسانو د وژنې او ۵۰ ژوبلېدو پخلی کړی ، او وئيلي دي په وژل شوؤ او ژوبلو کې ماشومان هم شامل دي او زياتره عام ملکي وگړي پکې په هدف شوي دي .
خو د ننگرهار د سول روغتون مشر ډاکټر نجيب کاموال د ۳۳ کسانو د وژنې او د ۱۰۰ نه زياتو ژوبلېدو پخلی کړی . نوموړي زياته کړې په روغتون کې بيړني حالت په ځايې کړی شوي او د ډېرو ژوبلو روغتيايي حالت مرگونی دی .
د پوليس مشر وئيلي خودکش په موټر سائيکل راغلی او د بېنک مخې ته يې ځان الوزولی دی .
د راپورونو ترمخه پېښه د ښار د گڼې گوڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده ، چرته چې مارکيټونه او دوکانونه موقعيت لري .
پېښه کې ژوبل او وژل شوي کسان د جلال اباد روغتون ته وړل شوي او راپورونه وايي په ژوبلو کې د يو شمېر روغتيايي حالت مرگونی دی .
وسله والو طالبانو په بريد کې لاس لرل رد کړي ، خو د شاهدالله شاهد په نوم يو کس چې ځان يې د داعش ډلې وياند معرفي کړی ، وايس اف امريکا ته يې په ټيليفون وئيلي چې بريد د دويې يو ملگري کړی او تر ۱۵۰ پورې نظاميان يې پکې وژلي دي .
راپورونه وايي په جلال اباد کې د ځانمرگي بريد وروستو د اطلاعاتو او فرهنگ رياست سره نزدې د ډولکي بابا په نوم يو زيارت کې چاؤدنه شوې ، او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي دي .