لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

١٦ کاله پس بنگله ديش پاکستان ته ماتې ورکړه


مشفق الرحيم ددوؤ چکو اؤ ١٣ؤ چوکو په مدد سره ١٠٦ رنز جوړ کړل
مشفق الرحيم ددوؤ چکو اؤ ١٣ؤ چوکو په مدد سره ١٠٦ رنز جوړ کړل

ميرپور کې لوبول شوي ميچ کې دبنگله ديش د٣٣٠ رنز دهدف په تعاقب کې دپاکستان ټول ټيم په 45.2 اورونو کې په ٢٥٠ رنز اؤټ شو اؤ دغه شان بنګله ديش دا ميچ په ٧٩ رنز وگټلو

دپاکستان اظهرعلي په ٧٢،سرفراز احمد په ٢٤، محمد حفيظ په ٤، حارث سهيل په ٥١، محمد رضوان په ٦٧،فواد عالم په ١٤،سعد نسيم په صفر، وهاب رياض په ٨، سعيد اجمل په صفر، جنيد خان په صفر اؤټ شوي اؤ راحت علي په يو رن ناټ اؤټ پاتې شوى.

له دې وړاندې دټاس گټلو وروستو بنگله ديش دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ٢٢٩ رنز جوړ کړل.

دبنگله ديش له لوري تميم اقبال ددريوؤ چکو اؤ ١٥ؤ چوکو په مدد سره ١٣٢ اؤ مشفق الرحيم ددوؤ چکو اؤ ١٣ؤ چوکو په مدد سره ١٠٦ رنز جوړ کړل.

همدغه شان دبنگله ديش شکيب الحسن ٣١، محمدالله،٥، شبير رحمان ١٥،ناصر حسين درې اؤ سرکار ٢٠ رنز جوړ کړل.

دپاکستان لخوا وهاب رياض څلور وکټې ترلاسه کړي دي.

دپخواني کپتان مصباح الحق اؤ ال راؤنډر شاهدافريدي لخوا ديو ورځني بين المللي کرکټ څخه دريټائرمنټ وروستو دپاکستان ټيم دخپل نوي کپتان اظهرعلي په مشرۍ کې دغه ميچ لوبوي.

ددواړو هيوادونو ترمينځ د٢٠١١م څخه راپديخوا دا ديو ورځنو ميچونو لمړى سيريز دى.

دبنگله ديش اؤ پاکستان ترمينځ تر دې مهاله ٣٢ ون ډى ميچونه لوبول شوي چې پکې پاکستان ٣١ گټلي دي، بنگله ديش ته يواځينۍ کاميابه ١٦ کاله دمخه د١٩٩٩ء په ورلډ کپ کې ترلاسه شوې وه، په دغه ميچ کې بنگله پاکستان ته په ٦٢ رنز ماتې ورکړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG