لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو ايجنسي : دگن شپ هيلي کاپټرو گوله بارۍ کې څلور جنگيالي وژل شوي


 دسرچينو وينا ده چې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دغه گوله باري دمينځنۍ اورکزو ايجنسۍ په بيگوتنگي، درند شيخان اؤ کاشا نومې سيمو کې شوې ده.
دسرچينو وينا ده چې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دغه گوله باري دمينځنۍ اورکزو ايجنسۍ په بيگوتنگي، درند شيخان اؤ کاشا نومې سيمو کې شوې ده.

امنيتي سرچينې وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دتندلارو په شکمنو ځالو پاکستاني پوځيانو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې چې پکې لږ ترلږه څلور جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي دوه ځالې هم تباه کړل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دغه گوله باري دمينځنۍ اورکزو ايجنسۍ په بيگوتنگي، درند شيخان اؤ کاشا نومې سيمو کې شوې ده.

اورکزو ايجنسۍ کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې دتندلارو په ځالو فضائي حملې روانې دي.

اورکزو ايجنسي پاکستان کې دوفاق تر انتظام لاندې داوؤ قبائيلي ايجنسو څخه يوه ده چې دافغانستان سره په پوله موقعيت لري اؤ دغلته په تيرو وختونو کې هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

دا مهال دپاکستان په دوؤ قبائيلي ايجنسو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتيرکال راهسې عمليات روان دي چې پکې پوځ د٢٠٠٠ؤ نه دزياتو ترهه گرو دوژلو اؤ دهغوي دسلگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې ده، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه دعوې پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG