لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکيميائي وسلو داستعمال تورونه”پروپيگنډه “ ده،اسد


دبشري حقونو لويديزې ډلې اؤ حکومتونه په تسلسل سره دصدراسد په حکومت داولسي وگړو په ضد دکيميائي وسلو داستعمالولو تور لگوي
دبشري حقونو لويديزې ډلې اؤ حکومتونه په تسلسل سره دصدراسد په حکومت داولسي وگړو په ضد دکيميائي وسلو داستعمالولو تور لگوي

دشام صدر بشارالاسد دا تازه تورونه رد کړي دي چې گنې دهغه ځواکونو دشام په خانه جنگۍ کې داولسي وگړو په ضد دکلورين په گډون کيميائي وسلې استعمال کړي دي.

دبشري حقونو لويديزې ډلې اؤ حکومتونه په تسلسل سره دصدراسد په حکومت داولسي وگړو په ضد دکيميائي وسلو داستعمالولو تور لگوي، خو دمشق دغه تور ردوي.

دجمعې په ورځ په يوه خپره شوې مرکه کې صدر اسد دغه تورونه رد کړي اؤ دا يې دشام په ضد پروپيگنډه بللې اؤ وئيلي يې دي چې ددې مقصد دهغه حکومت بدنامول دي.

صدر اسد يو ټي وي ته وئيلي دي چې دميډيا دغه پروپيگنډه زمونږ په سيمه کې دحقيقت عکاسي نۀ ده اؤ زياته يې کړه چې په دې اړه يو ثبوت هم نۀ لري.

هيومين رائټس واچ وائي چې دشام په ادلب سيمه کې يې دشپږو داسې پيښو پلټنې چې پکې دشامي حکومتي هيلي کاپټرو دکلورين څخه ډکې ډبې غورځولي دي.

دملگرو ملتونو امنيتي شورا دزيارت په ورځ ديو ډاکټر زړۀ ډوبؤنکې گواهي اوريدلې، دغه ډاکټر تيره مياشت شام کې دترسره شوؤ کيميائي وسلو دحملو څخه وروستو دزخميانو په امدادي کار کې برخه اخستې وه، هغه دادلب سيمې سره نزدې په سارمين نومې کلي کې دکلورين دحملې دمتاثره شوؤ کسانو علاج کړى، دغه سيمه کې شپږ کسان مړه شوي وؤ.

دشام محمدتيناري نومې دغه ډاکټر وئيلي دي چې هغه به بره دهيلي کاپټرو غږونه هم اوريدل.

د زيارت يا پنج شنبې په ورځ ډاکټر تناري د امنيتي شورا غړو ته معلومات ورکړل. هغه يوه وډيو هم وښودله چې پکې ډاکټران دا ناکامه کوښښونه کوي چې بې لباسه او بې هوشه واړه ماشومانو رابيدار کړي.

ملگرو ملتونو کې د امريکې سفيرې سمينتا پاور خبريالانو ته وويل دغه عکسونو د ځېنې استازو په سترگو کې اوښکې راوستې.

ډاکټر تيناري وويل هيلې کاپټرو ته د بمونو غورځيدو ورسته هسپتال ته داسې مريضان رواستلي شول چې د ساه په تکليف اخته وو.

د شام دغه ډاکټرانو وويل د ملکي کسان د تحفظ دپاره پکار ده چې په هغه سېمو دې د جهازونو د پروازونو پابندي ولگولي شي. دوي وويل شام کې ملکي کسان د حکومت او د باغيانو د ولقې دلاندې سيمو کې د لوږې او د بمونو او مزائيلو دلاسه په مشکلاتو کې ښکيل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG