لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه : چاؤدنه کې پاکستان لپاره دداعش دمشر دوژل کيدو اطلاعات


 ورځپاڼې دخيبرايجنسۍ دچارواکو له خُلې وئيلي دي چې دتيراه په تور دره سيمه کې تندلارو ياخو يو کورنى بم جوړولو اؤ يا يې ښخولو چې په دغه مهال پرې چاؤدنه وشوه
ورځپاڼې دخيبرايجنسۍ دچارواکو له خُلې وئيلي دي چې دتيراه په تور دره سيمه کې تندلارو ياخو يو کورنى بم جوړولو اؤ يا يې ښخولو چې په دغه مهال پرې چاؤدنه وشوه

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون پخپل يو راپور کې دچارواکو له خُلې وئيلي دي چې دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې پاکستان لپاره دتندروه ډلې داعش مشر حافظ محمد سعيد وژل شوى دى.

ورځپاڼې دخيبرايجنسۍ دچارواکو له خُلې وئيلي دي چې دتيراه په تور دره سيمه کې تندلارو ياخو يو کورنى بم جوړولو اؤ يا يې ښخولو چې په دغه مهال پرې چاؤدنه وشوه اؤ پکې درې کسان ووژل شول.

ورځپاڼې دامنيتي ځواکونو په حواله دغه چاؤدنه کې پاکستان لپاره دداعش د مشر حافظ محمد سعيد دوژل کيدو پخلى کړى خو داعش په دې اړه تر دې مهاله کوم غبرگون نۀ دى ښکاره کړى.

دحافظ محمد سعيد تعلق داورکزو ايجنسۍ سره دى اؤ هغه دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان په هاغو پينځوؤ کمانډرانو کې شامل دى چې تيرکال داکتوبر په مياشت کې يې ددغه ډلې سره لاتعلقۍ اعلان کړى ؤ، وروستو هغوي دشاهدالله شاهد په مشرۍ کې تندروه ډلې داعش سره دوفادار سوگند اخستى ؤ.

دپاکستان پوځ خيبرايجنسۍ کې دتيرکال داکتوبر دمياشتې راهسې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله ٢٦٣ تندلاري وژلي اؤ ٣٥ؤ عسکرو هم دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG