لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې بې ثباتۍ پيدا کوونکو ته دجنرل راحيل خبردارى


 دپوځ سرلښکر دکوم هيواد دنوم اخستو پرته وئيلي دي چې ترهه گرو، دهغوي مرسته کوونکو، خواخوږو اؤ هغوي ته مالي مرستې ورکوونکو ته به هيواد کې دپټيدو ځايې نۀ ميلاويږي.
دپوځ سرلښکر دکوم هيواد دنوم اخستو پرته وئيلي دي چې ترهه گرو، دهغوي مرسته کوونکو، خواخوږو اؤ هغوي ته مالي مرستې ورکوونکو ته به هيواد کې دپټيدو ځايې نۀ ميلاويږي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف بهرنو استخباراتي ادارو اؤ هيوادونو ته خبردارى ورکړى چې دترهه گرو په ملاتړ کولو سره دې دپاکستان په بلوچستان صوبه کې دبې ثباتۍ پيدا کولو څخه ډډه وکړي.

دپوځ سرلښکر دکوم هيواد دنوم اخستو پرته وئيلي دي چې ترهه گرو، دهغوي مرسته کوونکو، خواخوږو اؤ هغوي ته مالي مرستې ورکوونکو ته به هيواد کې دپټيدو ځايې نۀ ميلاويږي.
دشورو په ورځ دبلوچستان دسرښار کوئټې ددورې په مهال جنرل راحيل وويل چې هيواد کې دقانون دعملدارۍ لپاره به پوځ هر حد پورې ځي.

هغه دليويز اؤ فرنټئير کور په گډون بلوچستان کې اولس ته دتحفظ ورکولو لپاره دقانون نافذونکو نورو ادارو دهڅو ستائينه کړې اؤ اراده يې څرگنده کړې چې دامنيت دټينگښت لپاره به اولس سره اودريږي.

دپوځ سرلښکر اوس اوس دبلوچستان په تربت سيمه کې د٢٠ؤ مزدورانو دوژنې په پيښه دافسوس څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل دترهه گرو تر مکمل خاتمې به دبلوچستان حکومت سره مرسته دوامداره وي.

تيره اوونۍ تربت سيمې سره نزدې دمزدورانو په يو کيمپ وسله والو جنگيالو حمله کړې وه اؤ ٢٠ مزدوران يې وژلي وؤ چې پکې د١٦ؤ تعلق پنجاب اؤ څلورو دسندهـ صوبې سره ؤ.

ددغه حملې ذمه واري کالعدم تنظيم بلوچستان لبريشن فرنټ په غاړه اخستې وه.

ددغه حملې څخه وروستو ايف سي اؤ پوليسو روانه اوونۍ کې داستخباراتي معلوماتو په اساس دتربت گبين سيمه کې کارروائي کړې وه اؤ د١٣ؤ ترهه گرو دوژلو دعوه يې کړې وه.

چارواکي وائي چې دغه کسان تربت کې دمزدورانو په کيمپ شوې حمله کې ککړ وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG