لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني هيئت سعود الفيصل سره ديمن په بحران خبرې کړي


Warga menikmati kabut tebal yang menyelimuti danau Jenewa di Riex dekat Lausanne, Swiss.
Warga menikmati kabut tebal yang menyelimuti danau Jenewa di Riex dekat Lausanne, Swiss.

دسعودي عرب په سفر تللي دلوړې کچې يو پاکستاني دشورو په ورځ جده کې دسعودي عرب دبهرنو چارو وزير شهزاده سعودالفيصل سره ليدنه کړې ده.

په دغه مهال دواړو خواؤ دسيمې په تازه صورتحال اؤ ديمن په بحران خبرې اترې کړي دي، وروستو پاکستانى هيئت دسعودي عرب پلازمينې رياض ته روان شو.

له دې وړاندې دپاکستان دپنجاب صوبې دوزيراعلي شهباز شريف په مشرۍ دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دوزيراعظم دصلاح کار اؤ خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري ترڅنگ دلوړې کچې يو پاکستاني هيئت دشورو په ورځ سعودي عرب ته روان شوى ؤ.

دسفارتي سرچينو ترمخه دغه هيئت به دسعودي عرب دخارجه وزير ترڅنگ ددغه هيواددفاع دوزير اؤ لوړپوړو سعودي چارواکو سره ليدنې کوي، پاکستان څخه دروانيدو څخه دمخه دغه هيئت وزيراعظم نواز شريف سره صلاح مشوره کړې اؤ دسعودي ددغه سفر په مهال ورته وزيراعظم لارښوونې کړي دي.

تيره مياشت ددفاع دوزير خواجه اصف په مشرۍ دلوړې کچې يو پاکستاني هيئت هم ديمن په شخړه دخبرو اترو لپاره درياض دوره کړې وه.

سعودي عرب اؤ ائتلافيان يې دتيرې مياشتې راهسې يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد په فضائي کارروائيو بوخت دي اؤ دغو عملياتو کې دشامليدو لپاره يې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته خواستونه کړي دي.

پاکستان که هر څو تر دې مهاله په واضحه ټکو کې دسعودي په مشرۍ يمن کې روانه جگړې لپاره دپوځونو دليږلو اعلان نۀ دى کړى خو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف پخپلو تيرو بيانونو کې په ډاگه کړې ده چې دسعودي عرب سلامتۍ ته دخطرې پيښيدو په صورت کې به پاکستان سخت ځواب وائي.

په داسې حال کې چې يمن کې دسعودي په مشرۍ دفضائي حملو پيل کيدو څخه وروستو پاکستان کې هم ناقراري خوره ده اؤ دسعودي دپولو دتحفظ لپاره دپوځونو دليږل کيدو گنگوسې دي وزيراعظم نواز شريف دگل په ورځ په يوه وينا کې ديمن دستونزوې دمذاکراتو له لارې په پرامنه هواري زور راوړى ؤ اؤ سعودي عرب يې دپاکستان ستراتيژيک ائتلافي گرځولى ؤ.

دمتحده عرب اماراتو دخارجه چارو رياستي وزير انورگرگاش تيره اوونۍ دپاکستاني پارلمان له لوري په منظور کړل شوي هاغه قرارداد نيوکه کړې وه چې پکې دپاکستان حکومت ته ديمن دجگړې په اړه دبې پلوه اوسيدو وينا شوې وه، هغه دغه قرارداد متضاد، خطرناک اؤ غيرمتوقعې گرځولى اؤ تور يې لگولى ؤ چې اسلام اباد دحوثي ياغيانو دملاتړ کوونکي هيواد ايران ملگرتيا کوي،گرگاش پاکستان ته ددروند قيمت دادا کولو دړکه هم کړې وه.

خو دهغه په دغه بيان دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان خپل سخت ردعمل ښودلى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې دغه رقم بيانونه دهغوي لپاره دمنلو جوگه نۀ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG