لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داى اين پي مهم مشر اعظم هوتي وفات شو


،هغه مردان کې د”بابا“ په نوم شهرت لرلو.
،هغه مردان کې د”بابا“ په نوم شهرت لرلو.

دقوم پرست سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ يو مهم مشر اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې دپخواني وزيراعلي امير حيدر خان هوتي پلار سينيټر اعظم خان هوتي داوږدې ناروغۍ وروستو د٦٨ؤ کلونو په عمر کې وفات شوى دى.

اعظم هوتي فعاله سياسي ژوند تير کړى اؤ هغه دوه ځله وفاقي وزير پاتې شوى، اعظم خان هوتي په ٢٧م اپريل ١٩٤٦ کې دمردان ديو سياسي مشر امير محمد خان کره زيږيدلى ؤ.هغه مردان کې دبابا په نوم شهرت لرلو.

هغه ابتدائي تعليم درسالپور څخه ترلاسه کړى ، دايچ سن کالج لاهور څخه يې دايف ايس سي کولو وروستو دگورنمنټ کالج نوښار څخه دگريجويشن ډگري ترلاسه کړې وه.

اعظم هوتي کال ١٩٦٧ء کې دپاکستان پوځ کې کميشن ترلاسه کړى ؤ، د١٩٧١ء پاک وهند جگړه کې هغه دکيپټن په حيث گډون کړى ؤ، خو په کال ١٩٧٢ء کې يې دپوځ ملازمت پريښودو اؤ دنيشنل عوامي پارټۍ( نيپ) دپليټ فارم څخه يې دسياست اغاز وکړو.

په نيپ دبنديز له امله دنورو مشرانو پشان اعظم هوتي هم دجلاوطنۍ په ژوند مجبور شو اؤ کله چې نوى گوند عوامي نيشنل پارټي جوړه شوه نو په باني مشرانو کې يې اعظم هوتي هم شامل ؤ، هغه داى اين پي ديوتهـ ونگ ننگيالي پښتون باني هم پاتې شوى ؤ.

هغه په کال ١٩٩١ء اؤ د١٩٩٧ء په عامو انتخاباتو کې دعوامي نيشنل پارټۍ په ټکټ دقومي اسمبلۍ غړى اؤ دوه ځله دمواصلاتو وزير پاتې شوى ؤ.

اعظم خان هوتي ديوې اوږدې مودې راهسې دکينسر په ناروغۍ اخته ؤ اؤ هغه تيره ورځ دطبيعت دخرابيدو له امله هسپتال ته وړل شوى ؤ چرته چې هغه ساه ورکړه.

اعظم خان هوتي په کال ٢٠١٢م کې دشپږو کلونو لپاره سينيټر منتخب شوى ؤ اؤ دخپل گوند سره داختلافونو له امله دسياسي هلو ځلو څخه لرې پاتې شوى ؤ، اعظم خان هوتي دپخواني وزيراعلي حيدرهوتي پلار ،دبيگم نسيم ولي خان رور اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ دمشر اسفنديارولي خان ماما ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG