لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي وزيراعظم به اوباما څخه دنورې پوځي مرستې غوښتنه کوي


هيله کيږي چې عبادي به صدر براک اوباما سره ددغه ليدنې په مهال دنورو وسلو، سازوسامان اؤ څارونکو ډرون الوتکو غوښتنه وکړي.
هيله کيږي چې عبادي به صدر براک اوباما سره ددغه ليدنې په مهال دنورو وسلو، سازوسامان اؤ څارونکو ډرون الوتکو غوښتنه وکړي.

په داسې حال کې چې دعراق وزيراعظم حيدرالعبادي دنهې په ورځ سپينه ماڼۍ کې امريکائي صدر براک اوباما سره ليدنه کوي ټاکل شوې ده هغه به تندروه ډلې داعش ته دماتې ورکولو په غرض دنورې امريکائي پوځي مرستې غوښتنه کوي.

هيله کيږي چې عبادي به صدر براک اوباما سره ددغه ليدنې په مهال دنورو وسلو، سازوسامان اؤ څارونکو ډرون الوتکو غوښتنه وکړي.

دواړه مشران به دعراق په لويه برخه دقابضې تندروه ډلې داعش دبې ځايه کولو په تگلاره هم خبرې اترې وکړي.

تيره اوونۍ ښاغلي عبادي دبغداد لويديز لوري ته په لويه صوبه انبار څخه دداعش دويستلو لپاره کيمپئين پيل کړى ؤ.

ددورې څخه دمخه عبادي وئيلي دي چې عراق ته دامريکا څخه سيوا مرسته ترلاسه شوې خو نوره مرسته ليدل غواړي ځکه ځواکونه يې تيرکال دتندلارو لخوا دقبضه شوې علاقې دبيا لاسته راوړلو لپاره هڅې کوي.

دبغداد څخه دروانيدو په وخت هغه وئيلي دي چې په عراق کې مونږ دترهه گرو سره په ځمکه جنگيږو، ترهه گري نۀ يواځې دا چې عراق ته گواښ راولاړوي بلکې دسيمې اؤ نړۍ لپاره يو شان خطره پيدا کوي، هغه زياته کړه دترهه گرۍ مخنيوي لپاره مونږ نړيوالې مرستې ته اړتيا لرو، تندلاري اوس دپيسو ترلاسه کولو لپاره تيل سمگل کوي، نو ځکه مونږ دهاغو ترهه گرو دمجرمانه کوششونو مخنيوي لپاره نړيوالې مرستې ته ضرورت لرو چې په عراق کې وينې بهيوي

دتيرکال داگست دمياشتې راهسې امريکا ديو داسې ائتلاف مشري کوي چې په عراق کې يې دتندروه ډلې داعش په ضدد١٨٠٠ؤ نه زياتې فضائي حملې ترسره کړي دي.

امريکائي چارواکو دگل په ورځ وئيلي دي چې هغوي دعراق لخوا دکومو ځانگړو خواستونو څخه خبر نۀ دي، خو دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيسټ وئيلي دي چې صدر براک اوباما به دنورې مرستې په خواستونو غور کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG