لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار: د اماراتو د وزير بيان دپاکستانيانو د عزت نفس د سپکاوي برابر دی


چوهدري نثار وئيلي ، " د اماراتو د وزير دا بيان د پاکستان او د اولس يې د عزت نفس د سپکاوي برابر او ناقابل قبول دی" .
چوهدري نثار وئيلي ، " د اماراتو د وزير دا بيان د پاکستان او د اولس يې د عزت نفس د سپکاوي برابر او ناقابل قبول دی" .

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي چوهدري نثارعلي خان د متحده عرب اماراتو(يو ای اي) د خارجه امورو د وزير په بيان سخت غبرگون ښکاره کړی او وئيلي يي دي دا د سفارتي ادابو خلاف او د پاکستانيانو د عزت نفس د سپکاوي برابر دی .

د پاکستان پارليمان روانه اوونۍ يو قرارداد منظور کړی چې پکې وئيل شوي د يمن په شخړه کې دې پاکستان بې پلوه پاتې شي او د دغه کشالې د خاتمې دپاره دې فعاله سفارتي کردار ادا کړي .

د يو ای اي خارجه وزير ډاکټر انور محمدقرقاش د پاکستاني پارليمان پرېکړې ته متضاده او غېرمتوقع وئيلې ، او پاکستان ته يې خبرداری ورکړی چې د دغه فېصلې دروند قيمت به ورته ادا کول وي .

په ټويټر يو پيغام کې انورقرقاش وئيلي ؤ چې"د پاکستاني پارليمان هاغه قرارداد چې د يمن په شخړه د بې پلوۍ خبره کوي او د سعودي عرب لپاره پکې دملاتړغږ پورته کړى متضاد، خطرناک اؤ داسلام له لوري غيرمتوقع دى".

د پاکستان د دفتر خارجه وياندې د يوای اي د وزير په ټويټر دغې پېغام ته کوم غبرگون نه ؤ وئيلی ، او زياته کړې يي وه چې په ميډيا مخې ته راغلو خبرونو باندې تبصره نه کول غواړي .

خو د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان نن د اتوار په ورځ يو بيان کې خپل غبرگون څرگند کړی او وئيلي يي دي ، "دا غټه ستم ظريفي نا بلکې د فکر وړ هم ده چې د متحده عرب اماراتو يو وزير پاکستان ته گواښ کوي" .

چوهدري نثار زياته کړې چې پاکستانی قوم يو غېرتي قوم دی او د سعودي عرب سره سره د متحده عراب اماراتو دپاره د ورورولۍ جذبه لري " د اماراتو د وزير دا بيان د پاکستان او د اولس يې د عزت نفس د سپکاوي برابر او ناقابل قبول دی" .

له دې وړاندې د پاکستان د پارليمان په راغوښتل شوې گډه غونډه کې په متفقه توگه منظور کړی شوي قرارداد کې د يمن په شخړه د پلوه پاتې کېدو او د دغې کشالي د ختمولو په لړ کې د سفارتي کردار ادا کولو سره وئيل شوي وو ، چې پاکستان به د سعودي عرب سيمه ييز ساليمت او حرمېن شريفېن ته د راپېښېدونکې هر قسمه خطرې په وخت سعودي عرب سره اوږه په اوږه ولاړ وي .

د سعودي عرب په مشرۍ د خليجي هېوادونو د اتحاد لخوا د تېرې مياشتې په اخر کې يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي عمليات پېل کړی شوي ، او سعودي عرب په دغو عملياتو کې د پاکستان په گډون بېلا بيلو هېوادونو ته د شاملېدو خواست کړی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG