لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د پينځه ؤ ملکي وگړو په وژنه پاکستان اندېښه څرگندکړې


د افغانستان د ننگرهار صوبې نه د زيارت په ورځ د پينځه ؤ کسانو مړي د خېبرپښتونخوا صوبې چارسدې ضلعې ته راوړل شوي ، او خاورو ته سپارل شوي وو .
د افغانستان د ننگرهار صوبې نه د زيارت په ورځ د پينځه ؤ کسانو مړي د خېبرپښتونخوا صوبې چارسدې ضلعې ته راوړل شوي ، او خاورو ته سپارل شوي وو .

پاکستان په افغانستان کې د خپلو ملکې وگړو په وژنه اندېښنه څرگند کړې او د افغان حکومت نه يې غوښتنه کړې ، چې د دغه پېښې دې پلټنې وکړي .

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، چې اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت خانې مرستيال ناظم الامور نن د جمعې په ورځ خارجه دفتر ته راغوښتی شوی ، او په دغو وژنو د پاکستان د اندېښنې نه خبر کړی شوی دی .

د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کې زياته کړی شوې ده چې د افغان ناظم الامور په زريعه د پاکستان لخوا د افغانستان حکومت ته خواست شوی چې د دغه پېښې پلټنې وکړي او مجرمان د انصاف کټهرې ته راولي .

د افغانستان د ننگرهار صوبې نه د زيارت په ورځ د پينځه ؤ کسانو مړي د خېبرپښتونخوا صوبې چارسدې ضلعې ته راوړل شوي ، او خاورو ته سپارل شوي وو .

د چارسدې ضلعې د پړانگ علاقې د پوليس مشر عمران د راوړل شوؤ مړو په حواله وئيلي ؤ ، دغه کسان چې مړي يي راوړل شوي دويې به د ننگرهار صوبې په مومندو مارکوعلاقه کې د شړشمو د تېلو او سوچه غوړو کاروبار کولو .

د پوليس افسر په وينا دغه ټول نهه کسان وو چې نزدې دوه مياشتې وړاندې د خپلې دېرې نه وسله په لاس کسانو تښتولي وو ، په دويې کې بيا يو کس ژوندی راغلی او د درېو نورو د مړ ژوندي پته نه لگي .

د پاکستان او افغانستان په شريکه پوله چې د ورځې په سلگونو کسان د روزگار په غرض دواړ خواؤ ته اوړي راوړي ، ولې له دې وړاندې د کومو عامو کاروباري کسانو د وژنو دغه ډول پېښې ډېرې کمې مخې ته راغلي دي .

د پاکستان اوافغانستان اړيکې چې له دې وړاندې ډېرې ښې نه دي پاتې شوي ، په وروستيو کې د دواړو ملکونو تعلقات يو بل سره ښه شوي دي ، او د دواړه حکومتونو لخوا يو بل سره په مختلفو امورو کې د مرستو ژمني هم کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG