لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټولو بنديزونو لرې کيدو پورې به جوهري تړون نۀ کيږي،ايراني صدر


 دزيارت په دايران دجوهري ټيکنالوجۍ دورځې په موقع په ټي وي وينا کې صدر روحاني دهغه په قول دنړيوالو قوتونو له لوري ديو تړون لپاره دايران خلاف دطاقت دژبې استعمال هم رد کړو.
دزيارت په دايران دجوهري ټيکنالوجۍ دورځې په موقع په ټي وي وينا کې صدر روحاني دهغه په قول دنړيوالو قوتونو له لوري ديو تړون لپاره دايران خلاف دطاقت دژبې استعمال هم رد کړو.

دايران صدر حسن روحاني وئيلي دي چې تهران به لويديز سره تر هاغه وخته کوم جوهري تړون نۀ کوي ترڅو چې ټول نړيوال بنديزونه پورته کړل شوي نۀ وي.

دزيارت په دايران دجوهري ټيکنالوجۍ دورځې په موقع په ټي وي وينا کې صدر روحاني دهغه په قول دنړيوالو قوتونو له لوري ديو تړون لپاره دايران خلاف دطاقت دژبې استعمال هم رد کړو.

دايران اؤ شپږو نړيوالو قوتونو ترمينځ تيره اوونۍ ديو جوهري تړون په کړۀ وړۀ اتفاق شوى ؤ

دکوم په اساس چې به يو غوڅ تړون ٣٠م جون پورې فيصله کولى شي.

دجوهري تړون په نتيجه کې به په ايران څه رقم بنديزونه کله ختميږي، دا يوه داسې معامله ده چې ددواړو خواؤ ترمينځ پرې تراوسه اختلاف موجود دى.

ايران غوښتنه کوي چې دغه بنديزونه دې په سمدستي توگه دتل لپاره ختم کړى شي خو امريکا يې په مرحله واره توگه خاتمې ته اوليت ورکوي.

يو بل اختلاف دامريکا دبهرنو چارو دوزير جان کيري ديو تازه بيان څخه څرگنديږي، دشورو په ورځ ديو امريکائي ټي وي پروگرام کې جان کيري وويل غوڅ تړون ته له رسيدو څخه وړاندې دې ايران په ماضي کې دخپل شکمن عسکري نوعيت جوهري هلې ځلې هم په ډاگه کړي.

امريکائي حکومت اؤ ائتلافيان يې مني چې دايران جوهري پروگرام دوسلو دتيارۍ لپاره دى خو تهران دغه رقم شکونه ردوي اؤ وائي چې جوهري پروگرام يې دپرامنه مقصدونو لپاره دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG