لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران د جوهري مذاکراتو دپاره وخت غزول شوی


د امريکې د محکمه خارجه يو لوړ پوړي چارواکي وئيلي ، چې څو پورې په دغه لړ کې پرمختگ نه وي شوی ، د مصالحت کارو خبرې به روانې وي
د امريکې د محکمه خارجه يو لوړ پوړي چارواکي وئيلي ، چې څو پورې په دغه لړ کې پرمختگ نه وي شوی ، د مصالحت کارو خبرې به روانې وي

د ايران د جوهري پروگرام د راتلونکې په اړه د مذاکراتو کولو د ابتدائي تړون دپاره په خبرم اترو کولو د شورو د ورځې پورې جاري ساتلو باندې اتفاق شوی دی .

د امريکې د محکمه خارجه يو لوړ پوړي چارواکي وئيلي ، چې څو پورې په دغه لړ کې پرمختگ نه وي شوی ، د مصالحت کارو خبرې به روانې وي . وروستو وياندې مېري هارف وئيلي ، چې وس هم په يو شمېر خنډانو باندې اتفاق نه دی شوی او خارجه وزيرجان کېري به د شورو د ورځې پورې هلته موجود وي .

د سويټزرلېنډ په لوزان ښار کې ايران او د نړۍ شپږ غټ طاقتونه (امريکا ، برطانيه ، روس ، فرانس ، چين ، جرمني) د تهران د جوهري پروگرام په اړه يوه معاهدې کولوباندې خبرې اترې کوي او هغويې ته د نهې په شپه کومې نتيجې ته رسېدل ډ ، ولې وروستو دغه ټاکلی وخت غزول شوی دی .

د ايران خارجه وزير محمدجواد ظريف د نهې په ورځ د ترسره شوؤ خبرو اترو وروستو پوره جذباتي ليدل کېدو ، او وئيلي يي " مونږ ډېر څه حاصل کړي او مذاکرات کاروته وس د لږې دمې کولو او سحر د وختې پاسېدو ضروروت دی او زه هيله لرم چې د شورو په ورځ به ختمې پړاؤته ورسېږو او د مسودې لاس ليک کېدو عمل به پېل شي" .

سپينه ماڼۍ وائي چې صدرباراک اوباما د مذاکراتو په اړه د تازه احوال نه خبرېدو دپاره د نهې په ورځ ناوخته د خپل قامي سلامتۍ د ټيم سره ليدلي دي .

دواړه فريقه کومې ابتدائي معاهدې ته د رسېدو دپاره هيله مند دي ، د کومې په وجه چې به هغويې د جون د مياشتې پورې د يوې ختمې لوظنامې دپاره د خبرو اترو په نوي پړاؤ کې داخل شي .

تراوسه پورې د يورينيم افزوده کولو په څيړنه ، د معاهدې وخت (معياد) ، د ايران نه د بندېزونو پورته کولو د عمل رفتار او د خلاف ورزۍ په صورت کې به ايران دپاره څه کول وي ، دغه داسې خبرې دي چې اتفاق پرې نه کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG