لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نائيجيريا صدارتي انتخابات محمدبوهاري گټلي


د نائيجيريا پخواني پوځي مشر بوهاري د پيپلزډېموکرېټک پارټۍ(پي ډي پي) جوناتهن ته د دوه ملينو نه په زياتو ووټونو ماتې ورکړې ده .
د نائيجيريا پخواني پوځي مشر بوهاري د پيپلزډېموکرېټک پارټۍ(پي ډي پي) جوناتهن ته د دوه ملينو نه په زياتو ووټونو ماتې ورکړې ده .

د نائيجيريا الېکشن کمېشن په سرکاري توگه اعلان کړی چې د خالي د ورځې صدارتي انتخابونو کې د ال پروگرېسيو کانگرس(ای پي سي) کانديد محمدبوهاري صدر گُډلک جوناتهن ته ماتې ورکړې ده .

اليکشن کمېشن د شورو په ورځ سحر سرکاري اعلان کړی دی ، چې د نائيجيريا پخواني پوځي مشر بوهاري د پيپلزډېموکرېټک پارټۍ(پي ډي پي) جوناتهن ته د دوه ملينو نه په زياتو ووټونو ماتې ورکړې ده .

د کمېشن چېئرمېن اتهاهېروجگا وئيلي ، بوهاري ۱۵.۴ملينه او جوناتهن ۱۲.۹ ملينه ووټونه اخيستې دي .

د نهې په ورځ د انتخابونو د نتيجو مخې ته راتلو وروستو د نائيجيريا صدر گُډلک جوناتهن ماتې تسليم کړې ، او د نائيجيريا د خلکو مننه يې کړې ده .

جوناتهن وئيلي د سوتره انتخاباتو کولو ژمنه يې پوره کړه او په خلکو يې غږ کړی چې څوک نتيجې نه مني نو هغوې دې د ائين او ټاکنو د قانون لار خپله کړي .

د جوناتهن پارټۍ چې ۱۶ کاله حکومت کړی ، هغه وئيلي چې پلويان دې يې د جمهوري ازادۍ ، سوتره والي ، اقتصادي ودې او پاک اليکشن خوشحالۍ وکړي .

۷۲ کلن محمد بوهاري په کال ۱۹۸۳م کې د پوځي بغاوت وروستو په اقتدار کې راغلی او ۲۰ مياشتې پوځي واکمن پاتې شوی ؤ ، او بيا په يو بل پوځي بغاوت کې د هغه تحته نسکوره کړی شوې وه، په نائيجيريا کې په ۱۹۹۹م کې د جمهوريت په ځايې کېدو وروستو هغه څلور ځله صدارتي کانديد پاتې شوې دی .

بوهاري په ۲۴ رياستونو کې ۲۵ فيصده ووټونه اخيستې او ائينې شرط يې پوره کړی دی .

د محمدبوهاري يو مشيرياؤ شيهوا دارازو وئيلي ، جوناتهن خپل مخالف امېدوار بوهاري ته مبارکي وئيلي ، او د بوهاري او جوناتهن پارټيانو وائس اف امريکا سره خبرو کې پخلی کړی ، چې بوهاري د جوناتهن رخصتي قبوله کړې ده .

د بوهاري تعلق د نائيجيريا د شمالي علاقې سره دی ، او په جنوبي رياستونو کې د هغه گټه په ملکي سياست کې د مظبوتيا علامت گڼلی شي .

د حزب اختلاف دگوندونو اتحاد ال پروگريسيو کانگريس( اى پي سي) وياند لائي محمد خبري ادارې رائټرز سره خبرو کې وئيلي دي چې دنائجيريا تاريخ کې دا لمړۍ موقع ده چې يو واکمن گوند په جمهوري طريقې سره اقتدار څخه لرې کړل شوى .

وياند د محمد بوهاري گټه يوه تاريخي کاميابي اؤ داولس گټه گرځولې ده .

د نائيجيريا په تاريخ کې دا لمړی ځل دی چې په واک کې صدر ته د ووټونو د لارې ماتې ورکړی شوه ، او دې سره د جوناتهن د پارټۍ د ۱۶ کالو د اقتدار خاتمه هم وشوه .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG