لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن په صورتحال خبرو لپاره دپاکستاني هيئت دسعودي دوره


 دغه هيئت به دسعودي عرب چارواکو سره ليدنو کې دهغوي ددفاعي ضرورتونو جاج اخلي
دغه هيئت به دسعودي عرب چارواکو سره ليدنو کې دهغوي ددفاعي ضرورتونو جاج اخلي

دپاکستان دلوړې کچې يو هيئت مينځني ختيز اؤ يمن کې دروان جنگ په صورتحال خبرواترو لپاره دنهې په ورځ سعودي عرب ته رسيدلى دى.

دغه هيئت به دسعودي عرب چارواکو سره ليدنو کې دهغوي ددفاعي ضرورتونو جاج اخلي اؤ پاکستان ته په واپسۍ به وزيراعظم نواز شريف ته يو راپور وړاندې کوي.

دې هيئت کې دپاکستان ددفاع وزير خواجه محمد اصف اؤ دوزيراعظم دبهرنو چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز، چيف اف جنرل اسټاف محمد اشفاق اؤ دپاکستان دفضائيې مرستيال مشر هم شامل دي.

سعودي عرب ته دروانيدو څخه وړاندې دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف ميډيا سره خبرو کې وويل کومه پريکړه به دهيواد دگټو په نظر کې نيولو سره کولى شي.

هغه يوځل بيا دحکومت دا دريځ تکرار کړو چې دسعودي عرب سرحدي خپلواکۍ يا جغرافيائي سالميت ته دخطرې پيښيدو په صورت کې به پاکستان ددې دفاع کوي.

دپاکستان له لوري يمن کې سعودي عرب په مشرۍ روانه جگړه کې دشامليدو لپاره دپوځونو ليږلو په اړه پرله پسې اندازې لگولى شي خو ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي تر دې دمه دپوځونو ليږلو په اړه کومه پريکړه نۀ ده شوې.

دپاکستان پوځ هم په يو يان کې وضاحت کړى دى چې پاکستاني پوځيان سعودي عرب کې دگډو پوځي مشقونو لپاره موجود دي اؤ دهغوي تعيناتي دجنگي مقصدونو لپاره نۀ ده.

په ډاگه دې وي چې تيره اوونۍ دسعودي عرب په مشرۍ خليجي اؤ عرب ائتلافيانو يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړي اؤ سعودي عرب دغو عملياتو کې دگډون لپاره پاکستان سره هم رابطه کړې وه.

ټاکل شوې وه دتيرخالي په ورځ به دپاکستان څخه يو هيئت سعودي عرب ته ځي خو دخالي په ورځ دعرب ليگ دغونډې له امله دغه دوره ځنډول شوې وه.

دعرب ليگ په غونډه کې غړو هيوادونو په متفقه توگه ديو گډ پوځ دجوړولو اعلان کړى ؤ چې پکې به خواؤشا ٤٠ زره پوځيان وي اؤ دغو پوځيانو ته به دجنگي جهازونو، سمندري جهازونو اؤ توپخانو ملاتړ هم ترلاسه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG