لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا ديمن دلانجې حل لپاره په او ائي سي اؤ ملگرو ملتونو غږ


 دوزيراعظم هاؤس له لوري دجاري شوي بيان ترمخه په دغه غونډه کې يمن کې دموجوده صورتحال جاج اخستل شوى
دوزيراعظم هاؤس له لوري دجاري شوي بيان ترمخه په دغه غونډه کې يمن کې دموجوده صورتحال جاج اخستل شوى

دسعودي عرب دخپلواکۍ اؤ سيمه ييز سالميت دتحفظ دژمنې تکرارولو سره پاکستان کې دپوځي اؤ حکومتي چارواکو دلوړې کچې په يوه غونډه کې په نړيوالو تنظيمونو ملگرو ملتونو اؤ او ائي سي غږ شوى چې ديمن دلانجې دپرامنه حل لټولو لپاره دې تعميري کردار ادا کړي.

دوزيراعظم هاؤس له لوري دجاري شوي بيان ترمخه په دغه غونډه کې يمن کې دموجوده صورتحال جاج اخستل شوى اؤ په دې ژمنې کولو سره پاې ته رسيدلې چې دپاکستاني اولس دخواهشاتو سره سم به دسعودي عرب دسلامتۍ اؤ سيمه ييز سالميت ملاتړ کولى شي.

دوزيراعظم په مشرۍ دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دفضائيې مشر ائيرچيل مارشل سهيل امان، دنيول سټاف قائمقام مشر ايډمرل خان هشام بن صديقي ، دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز، دخزانې وزير اسحاق ډار، ددفاع وزير خواجه اصف اؤ خارجه سکتر اعزاز چوهدري برخې اخستې ده.

سرکاري بيان کې وئيل شوي دي چې داسلامي امت ديو والي اؤ دبحران دهواري لپاره به وزيراعظم دملگرو هيوادونو مشرانو سره رابطې کوي.

بل لوري ته دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) مشر ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي چې دپاکستان پوځ سعودي عرب کې گډو پوځي مشقونو کې برخه اخلي خو دغه گډ پوځي مشقونه دکوم جنگي مهم برخه نۀ ده.

په ټوئټر کې خپل يو بيان کې دپاکستاني پوځ وياند وئيلي دي چې په دغو گډو پوځي مشقونو کې ٢٩٢ پاکستاني پوځيان برخه اخلي خو ددغو پوځيانو په سعودي عرب کې موجودگي دجنگي مقصدونو لپاره نۀ ده.

جنرل باجوه په ډاگه کړې ده چې صمصام نومې دغه پوځي مشقونه هرکال ترسره کيږي اؤ تيرکال هم دغه شان مشقونه دجهلم سيمې سره نزدې شوي وؤ.

پوځي وياند دغه وضاحت وروستو له هغې کړى چې رائټرز خبري ادارې دسرچينو په خُلې پخپل يو راپور کې دعوه وکړه چې پاکستان دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې روانو عملياتو کې دمرستې لپاره دخپل پوځ ليږلو غوڅه پريکړه کړې ده.

دپاکستان حکومت دمخه په ډاگه کړې ده چې دسعودي عرب سلامتۍ ته دخطرې پيښيودو په صورت کې به ځواب ورکوي خو يمن ته يې دسعودي په خواست دپوځونو ليږلو پريکړه لا نۀ ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې دسعودي عرب په مشرۍ کې دلسو هيوادونو ائتلاف ايران پلوه حوثي ياغيانو ته دماتې ورکولو اؤ په نړيواله توگه دمنل شوي يمن دحکومت دبحالۍ هڅې کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG