لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې څلورکسان تيزندي کړى شول


دراولپينډۍ په اډياله جيل کې دقتل يو مجرم محمد امين دشخصي شخړې په اساس يو تن وژلى ؤ اؤ دراولپينډۍ يو عدالت په جرم ثابتيدو هغه ته دمرگ سزا اورولې وه.
دراولپينډۍ په اډياله جيل کې دقتل يو مجرم محمد امين دشخصي شخړې په اساس يو تن وژلى ؤ اؤ دراولپينډۍ يو عدالت په جرم ثابتيدو هغه ته دمرگ سزا اورولې وه.

دپاکستان دپنجاب صوبې په مختلفو جيلونو کې دنهې په ورځ دقتل اؤ تاوان لپاره دتښتولو پيښو کې ککړ څلور مجرمان تيزندي کړى شوي دي.

دراولپينډۍ په اډياله جيل کې دقتل يو مجرم محمد امين دشخصي شخړې په اساس يو تن وژلى ؤ اؤ دراولپينډۍ يو عدالت په جرم ثابتيدو هغه ته دمرگ سزا اورولې وه.

مجرم دخپلې تيزندۍ دسزا په ضد اعلي عدالتونو ته اپيلونه کړي وؤ خو دهغه ټول خواستونه رد شوي اؤ دپاکستان صدر يې هم درحم اپيل رد کړى ؤ چې له دې وروستو عدالت دهغه دتيزندي کولو امر کړى ؤ.

دسرگودهې په سنټرل جيل کې هم محمد رياض نومې تن ته په ٢٠٠٠ء کې دغلا کولو په مهال ديو تن دوژلو په مجرم کې تيزندي ورکړى شوې ده.

دخوشاب ضلعې اوسيدونکي محمد رياض ته دقتل دجرم په ثابتيدو دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دمرگ سزا اورولې وه.

دمجرم له لوري دخپل مرگ دسزا په ضد اعلي عدالتونو کې جمع کړل شوي خواستونه خارج کړل شوي وؤ.

داټک په جيل کې هم دتاوان لپاره دتښتولو پيښو کې ککړ مجرم اکرام الحق نن سحر تيزندي کړل شوى دى.

دغه تن په کال ٢٠٠٢ء کې يوه درې کلنه ماشومه تښتولې وه اؤ دپيسو په نۀ ادا کولو يې ديادې شوې ماشومې دوژلو دړکه کړې وه خو دپيسو دادا کولو په مهال هغه نيول شوى ؤ.

دهغه خلاف فتح جنگ تاڼه کې دتښتولو اؤ ترهه گرۍ ددفعو لاندې مقدمه درج کړل شوې وه.

دميانوالي په سنټرل جيل کې هم دقتل ديو مجرم حب دارشاه په سزا عمل درامد شوى دى، هغه په کال ٢٠٠٠ء کې دوه کسان وژلي وؤ.

دپاکستان مرکزي حکومت په ١٧م دسمبر،٢٠١٤م کې په ابتدائي توگه هيواد کې يواځې دترهه گرۍ کيسونو کې دتيزندۍ په سزا عمل درامد پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو بحال کړى ؤ، خو وروستو حکومت دمرگ دسزا موندونکو ټولو مجرمانو په سزا عمل درامد بحال کړو.

په ١٦م دسمبر پيښور کې په سکول دحملې ترسره کيدو څخه راپديخوا دپاکستان مختلفو جيلونو کې تر دې مهاله خواؤشا ٦٠ مجرمان تيزندي کړل شوي دي.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG