لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يمن نه ۵۰۰ پاکستانيان ملک ته راورسېدل


د کراچۍ په هوائي ډگر د مسافرو راتگ ته د هغويې خپل خپلوان په لويه شمېره کې راجمع ؤ ، هغويي مسافرو ته غاړې وتل په هغويې گلونه شيندل او ښارونه يې ورته اچول .
د کراچۍ په هوائي ډگر د مسافرو راتگ ته د هغويې خپل خپلوان په لويه شمېره کې راجمع ؤ ، هغويي مسافرو ته غاړې وتل په هغويې گلونه شيندل او ښارونه يې ورته اچول .

په يمن کې د کړکېچنو حالاتو له کبله د گېرشوؤ پاکستاني وگړو بيرته ملک ته راوستو دپاره د اتوار په ورځ هلته تلې لمړۍ الوتکه د اتوار او گل په منځنۍ شپه کې د کراچۍ په هوائي ډگر بيرته کوزه شوې ده ، او پاکستاني وگړي يې رارسولي دي .

د يمن د الحدېده ښارنه د کراچۍ هوائي ډگر پورې د راوړونکو پاکستانيانو د الوتکې پي ائي ای کپتان خالديامين په ايئرپورټ مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، په دغې الوتکه کې دويې د ۵۰۰ پورې مسافر راوړل .

"په ۵۰۰ مسافرو کې ۳۷۰ اسلام اباد ته لاړل او نور د کراچۍ وو" .

د الحدېده او يمن د حالاتو د پوښتنې په ځواب کې نوموړي ووئيل مونږ هلته څلور ساعته په ايئرپورټ تېرکړي ، حالات د ويرې و ځکه چې هلته ډېر کم کسان موجود وو، او زياته يې کړه چې مونږ په هوائي ډگر الوتکه کوزه کړه نو هلته د ايئرپورټ ساتونکو کميسونه اچولي ، چپلې يې په پښو وې او ټوپکې ورسره وې وردي يې نه وه ، او د الوتکې نه چاپېره گرځېدل بيا مونږ ته ووئيل شو چې دا د ايئرپورټ محافظ دي .

نوموړي ووئيل هلته مونږ د ډزو اوازونه نه دي اورېدلي او د الوت په وخت مو بمباري هم نه ده ليدلي .

د يمن نه راغلي يو مسافرعمېر وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ما د څلورنيمو کالو راهسې په صنعا ښار کې نوکري کوله او تېره ورځ زمونږ کاروان چې پکې د څلورو سوؤ نه زيات کسان وو، د صنعا نه تر حدېده پورې د درې ساعتو نو په لار په شپږو ساعتونو کې رارسېدلي يو ، نوموړي ووئيل په لار کې راته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې .

" په مطبوعاتو افواگانې دي او مونږ ته په لار کې کومه ستونزه نه ده راپېښه شوې خو غريئزه لار وه ځکه گرانه وه " .

هغه ووئيل چې په مطبوعاتو دا خبر وچلېدو چې پاکستان په يمن کې روانې بمبارۍ کې برخه نه اخلي نو بيا ځکه د ځايي خلکو رويه مونږ سره سمه وه ، او زياته يې کړه ما په خپله په صنعا کې بمباري کېدل ليدلي دي او زيات متاثره ښارهم د صنعا دی .

خو مېرمن حمېرا راشد چې هغه هم د يمن نه د خپلې کورنۍ سره راغلې ده د هغه ځايې د حالاتو په اړه يې وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ،

"مونږ په يمن کې د ۱۷ کالونو راهسې مېشت يُو يمنيانو مو تل عزت کړی خو چې کله سعودي عرب هلته حمله کړې ، نو هغويې به زمونږ نه پوښتنه کوله چې پاکستان ولې د سعودي عرب ملگرتيا کړې ده".

د کراچۍ په هوائي ډگر د مسافرو راتگ ته د هغويې خپل خپلوان په لويه شمېره کې راجمع ؤ ، هغويي مسافرو ته غاړې وتل په هغويې گلونه شيندل او ښارونه يې ورته اچول .

د يمن الحدېده ته د پاکستانيانو راوړو دپاره د اتوار په ورځ د سعودي عرب د چارواکو د اجازت وروستو د پاکستان د قامي هوابازۍ کمپنۍ پي ائي ای بوئنگ ۷۴۷ الوتکه لېږل شوې وه .

تېره شپه پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان سيکرټري خارجه اعزاز چوهدري وئيلي ؤ چې يمن کې ټول ۳۰۰۰ پاکستاني وگړي موجود دي ، او په هغو کې ۹ سوه يا ۱۰۰۰ کسان ملک ته راتلل غواړي ، نوموړي وئيلي ؤ وزيراعظم نوازشريف هدايات جاري کړي چې د يمن نه د پاکستانيانو راويستو دپاره دې گامونه پورته کړی شي او ټول پاکستانيان دې راوويستل شي .

د چارواکو په وينا د نورو پاکستانيانو راويستو دپاره به بله الوتکه هم يمن ته لېږلی شي ، او د سمندري ځواکونو يو بريگېډ هم د اتوار په ورځ يمن پله روان کړی شوی او هغه به هم پاکستانيان رااوباسي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG