لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سنگاپور باني مشرلي کوان يئو په جنازه کې زرگونو خلکوگډون کړی


د سنگاپور پخوانی وزير لي کوان يئو چې د تېر گل په ورځ د ۹۱ کالونو په عمر کې په حق رسېدلی ؤ ،
د سنگاپور پخوانی وزير لي کوان يئو چې د تېر گل په ورځ د ۹۱ کالونو په عمر کې په حق رسېدلی ؤ ،

سنگاپور کې د پخواني وزيراعظم او باني مشرلي کوان يئو د جنازې وروستي مراسم نن د اتوار په ورځ ترسره شوي ، او په داسې مهال چې په سنگاپور کې باران ؤ ، په زرگونو خلکو د لي په وروستو مراسمو کې گډون کړی او هغه ته يې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي دي .

د لي تابوت په يو گاډي کې د پارليمان د ودانۍ نه د سنگاپور نيشنل يونيورسټۍ ته راوړل شوی او هلته يي وروستي مراسم ترسره شوي دي .

د سنگاپور پخوانی وزير لي کوان يئو چې د تېر گل په ورځ د ۹۱ کالونو په عمر کې په حق رسېدلی ؤ ، هغه د ۳۱ کالونو وزيراعظمۍ وروستو په ۱۹۹۰ کې دغه چوکۍ پرېښودې وه .

د برطانيي نه د ازادۍ او مکملې خودمختارۍ پس لي د سنگاپور لمړی وزيراعظم جوړ شوی او تر اخره پورې په سياسي توگه بااثره پاتې شوې ؤ .

سنگاپور ته په غټه پېمانه د ترقۍ او خوشحالۍ ورکولو په بنياد برابرولو هغه ستائيل کيږي ، ولي د ځينو لخوا په هغه نيوکې کېدی او د هغه په واک او حکومت چلولو په طريقه ورته اعتراض ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG