لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن نه د پاکستانيانو راوستو دپاره الوتکه روانه شوې


د پي ائي ای الوتکه به د يمن نه د پاکستانيانو راويستو دپاره نن د اتوار په ورځ الحدېده ته روانه شوې .
د پي ائي ای الوتکه به د يمن نه د پاکستانيانو راويستو دپاره نن د اتوار په ورځ الحدېده ته روانه شوې .

د پاکستان د قامي هوا بازۍ کمپنۍ (پي ائي ای) چارواکو وئيلي چې د پي ائي ای الوتکې ته د يمن په فضائي حدودو کې د الوت اجازت مېلاؤ شوی ، او د پي ائي ای خصوصي الوتکه ۷۴۷ د يمن نه د پاکستانيانو راويستو دپاره نن د اتوار په ورځ د کراچۍ نه الحدېده ته شوې ده .

د راپورونو ترمخه د پي ائي ای الوتکه به د درې ساعتونو سفر کوي او د يمن د حدېده نه به ۵۰۰ پاکستانيان بيرته وطن ته راوړي .

د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم نوازشريف په هداياتو يمن کې د کړکېچنو حالاتو له کبله د گېر شوؤ پاکستانيانو ملک ته د راوستو دپاره هلته د دوه الوتکو لېږلو انتظام شوی دی .

راپورونه وايي دوهم الوتکه به نن ماښام لېږلی شي .

له دې وړاندې تېره شپه پلازمينه اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې سيکرټري خارجه اعزاز چوهدري وئيلي ؤ ، چې الحدېده ته د تلو په وخت د پاکستانيانو کاروان د مشکلاتو سره مخ ؤ ، ولې وروستو دغه کاروان په محفوظ لاره منزل پله روان دی .

نوموړي وئيلي ؤ چې يمن کې حالات ډېر خراب دي ، او زياته کړې يې وه د پاکستانيانو راويستو دپاره گامونه پورته کړی شوي او يو ځانگړی سيل جوړ کړی شوی چې د هلتې نه ملکي وگړي په خيريت راوويستل شي .

اعزاز چوهدري وئيلي ؤ چې يمن کې ټول ۳۰۰۰ پاکستاني وگړي موجود دي ، او په هغو کې ۹ سوه يا ۱۰۰۰ کسان ملک ته راتلل غواړي . هغه وئيلي د المکه نومې ښار نه د نورو ۲۰۰ پاکستانو د راويستو انتظام کولی شي ، او په دغې لړ کې د سعودي عرب د چارواکو سره خبرې روانې دي .

د نوموړي په وينا د ملکي وگړو دپاره به په دوه ورځو کې د بحېره احمر د لارې د سمندري ځواک دوه جهازونه هم لېږلی شي .

هغه وئيلي د پاکستان حکومت په جنگي بنيادونو خپل وگړې د يمن رااوباسي ، څنگه چې له دې وړاندې د ليبيا نه په حفاظت سره پاکستاني راويستل شوي وو .

خارجه سيکرټري خبري غونډې ته په وينا کې دا هم وئيلي چې وزيراعظم نوازشريف د جمعې په شپه د سعودي عرب د بادشاه سلمان بن عبدالعزيز سره په ټيليفون د يمن د حالاتو په اړه خبرې اترې کړي دي ، او نوموړي وئيلي د سعودي عرب امن ته پاکستان اهميت ورکوي .

له دې وړاندې د زيارت په ورځ د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د پوځي مشرانو سره گډه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې پاکستان به سعودي عرب ته د راپېښو هر قسمه خطرو په کلکه ځواب کوي ، او يمن کې د روانو حالاتو د معلومولو دپاره به د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو يو پلاوی به د جمعې په ورځ د سعودي عرب سفر کوي ولې د پلاوي تگ بيا ځنډول شوی ؤ .

اعزاز چوهدري وئيلي د پاکستان پلاوی به په راتلونکو ۲۴ يا ۴۸ ساعتونو کې سعودي عرب ته لاړ شي ، نوموړي د دغې خبر رد کړی چې د پاکستان پوځي دستې سعودي عرب ته لېږل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG