لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف شاه سلمان ته دپوځي ملاتړ باور ورکړى، راپور


 دسفارتي سرچينو ترمخه سعودي عرب پاکستان ته په دغه مهال يمن کې دجگړې له امله دگيرو شوؤ پاکستانيانو په محفوظه توگه راويستو کې دملاتړ باور هم ورکړى
دسفارتي سرچينو ترمخه سعودي عرب پاکستان ته په دغه مهال يمن کې دجگړې له امله دگيرو شوؤ پاکستانيانو په محفوظه توگه راويستو کې دملاتړ باور هم ورکړى

راپورونه وائي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دسعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود سره په ټيليفوني رابطه کړې اؤ ورسره يې يمن کې دسعودي عرب په مشرۍ دشيعه حوثي ياغيانو په ضد په روانو عملياتو خبرې اترې کړي دي.

دسعودي عرب دسرکاري خبري ادارې (سعودي پريس ايجنسۍ) ديو راپور ترمخه دخالي په ورځ ددغو ټيليفوني خبرو په مهال پاکستاني وزيراعظم نواز شريف دسعودي عرب لپاره دبشپړ ملاتړ څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دسعودي عرب لپاره دپاکستاني پوځ دټولو توانونو وړانديز کولى شي، شاه سلمان په دې دپاکستاني وزيراعظم مننه ادا کړې ده.

دسفارتي سرچينو ترمخه سعودي عرب پاکستان ته په دغه مهال يمن کې دجگړې له امله دگيرو شوؤ پاکستانيانو په محفوظه توگه راويستو کې دملاتړ باور هم ورکړى.

دميډيا راپورونه وائي وزيراعظم نواز شريف دسعودي باچا سره مينځني ختيز اؤ يمن کې په تازه صورتحال خبرې اترې وکړې اؤ دواړو مشرانو سيمه کې دامنيت په خرابيدونکي صورتحال انديښنه څرگنده کړه.

نواز شريف شاه سلمان ته دسعودي سالميت ته دخطرې دپيښيودو صورت کې دکوټلې دفاع باور ورکړو اؤ وزيراعظم يمن کې دحوثي ياغيانو خلاف دسعودي عرب اؤ ائتلافي هيوادونو دکارروايۍ ملاتړ هم وکړو.

دجمعې په ورځ پاکستاني وزيراعظم نواز شريف يمن کې دپاکستان سفارت خانې ته امر کړى ؤ چې دغه ناقراره هيواد کې دنښتو پاکستانيانو دراويستو لپاره دې په فوري توگه گامونه واخستل شي.

تيره ورځ اسلام اباد کې دلوړې کچې يوې غونډې ( چې پکې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم برخه اخستې وه) ته دوينا په مهال نواز شريف وئيلي وؤ چې دسعودي عرب سيمه ييز سالميت ته دخطرې دپيښيدو صورت کې به پاکستان سخت ځواب وائي.

دسعودي عرب په مشرۍ کې دلسو هيوادونو ائتلاف ايران پلوه حوثي ياغيانو ته دماتې ورکولو اؤ په نړيواله توگه دمنل شوي يمن دحکومت دبحالۍ هڅې کوي اؤ يمن کې يې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې دياغيانو په کيمپونو بمباري کړې چې پکې داطلاعاتو ترمخه ٣٩ کسان وژل شوي دي.

دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دروانو کارروائيو په اړه دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ ته دوينا په مهال دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي وؤ چې هغوي نۀ خو دپوځيانو ليږلو پريکړه کړې اؤ نۀ يې هم دې لړ کې کومه ژمنه کړې ده اؤ که چرې په کوم پړاؤ دپوځيانو ليږلو پريکړه هم وشوه نو دې لړ کې به پارليمان باور اخستل کيږي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG