لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه : پوځ سره نښته کې ١٥ جنگيالي وژل شوي


 پوځي بيان کې وئيل شوي دي چې د١٠ؤ ترهه گرو مړي دوسلو سره پوځ پخپله قبضه کې اخستي.
پوځي بيان کې وئيل شوي دي چې د١٠ؤ ترهه گرو مړي دوسلو سره پوځ پخپله قبضه کې اخستي.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې ترسره شوؤ ځمکنو عملياتو کې لږ ترلږه ١٥ جنگيالي وژل شوي دي.

پوځي بيان کې وئيل شوي دي چې د١٠ؤ ترهه گرو مړي دوسلو سره پوځ پخپله قبضه کې اخستي.

دپوځ وينا ده چې تيراه کې د٣٠ؤ نه نيولې د٣٥ؤ ترهه گرو يوې ډلې مستک سيمه کې په امنيتي پوسته حمله وکړه خو په دغه پوسته گمارلو عسکرو هغوي پخپله گيره کې واخستل اؤ وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ سخته جگړه وشوه چې پکې درې عسکر هم ژوبل شول، دپوځ په وينا پيښه کې ١٥ ترهه گر وژل شوي دي.

تيراه کې دپوځ اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ دغه نښته درې ورځې وروستو له هغې رامينځته شوې چې دپاکستاني پوځ په وينا دجيټ الوتکو فضائي کارروائيو کې ٣٠ ترهه گر ووژل شول اؤ دميډيا راپورونو کې دمقامي سرچينو له خُلې دعوه شوې وه چې دغو فضائي حملو کې خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندروه ډلې لشکر اسلام ترجمان صلاح الدين ايوبي هم وژل شوى.

روانه اوونۍ کې دخيبرايجنسۍ سره پيوست دافغانستان دننگرهار ولايت په نازيان اولسوالۍ کې يوه ډرون حمله کې دتندروه ډلې لشکراسلام دمشر منگل باغ دډرائيور شاکر سپاه اؤ مهمو طالب کمانډرانو په گډون ٩ جنگيالي هم وژل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دپاکستان پوځ دعوه وکړه شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب له امله گڼ شمير جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي.

دخيبر اؤ شمالي وزيرستان په عملياتو کې پوځ د٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو اؤ ٢٠٠ؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کوي خو طالبان ځان ته په دومره دروند مقدار کې داوښتې مرگ ژوبلې ترديد کوي اؤ قبائيلي سيمو پورې دميډيا درسد دنشتوالي له امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نه شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG