لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن ياغيانو دسعودي دفضائي حملو په ضد احتجاج کړى


 دحوثي ياغيانو په ضد ديمني مشرعبدالربو منصور هادي په خواست دغه فضائي حملې دشورو په ورځ پيل شوي چې دايران له لوري يې سخت مخالفت شوى اؤ ټوله سيمه کې يې انديښنې پيدا کړي.
دحوثي ياغيانو په ضد ديمني مشرعبدالربو منصور هادي په خواست دغه فضائي حملې دشورو په ورځ پيل شوي چې دايران له لوري يې سخت مخالفت شوى اؤ ټوله سيمه کې يې انديښنې پيدا کړي.

دسعودي عرب اؤ ائتلافيانو جنگي جهازونو يې دزيارت په ورځ په هاغو يمني عسکري تنصيباتو بمباري دوامداره ساتلې چې دشيعه حوثي ياغيانو لخوا پرې قبضه شوې.

دحوثي ياغيانو په ضد ديمني مشرعبدالربو منصور هادي په خواست دغه فضائي حملې دشورو په ورځ پيل شوي چې دايران له لوري يې سخت مخالفت شوى اؤ ټوله سيمه کې يې انديښنې پيدا کړي.

فضائي حملو کې پلازمينه صنعاء کې دمرکزي ائيرپورټ څخه گيرچاپيره ځائيونه په نخښه کړل شوي اؤ په نتيجه کې يې سيمه کې کورونو ته زيان اوښتى.

دزيارت په ورځ ددغو حملو په مخالفت کې په زرگونو حوثي پلويان دصنعاء په باب اليمن کې راټول شوي اؤ دامريکا اؤ اسرائيل په ضد يې نعرې وهلي، ددغه احتجاج تابيا اؤ مشري يو حوثي کمانډر کړې وه.

ايران دشيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي اؤ پخپله هم په دغه هيواد کې اکثريت دشيعه مسلمانانو دى، ددغه هيواد خارجه وزير محمد جاويد ظريف يو ايراني ټي وي ته وئيلي دسعودي په مشرۍ فضائي حملې دې په فوري توگه اودرول شي ځکه چې دا ديمن دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده.

اخوا عرب ټيليويژن سټيشنو راپور ورکړى چې هادي دزيارت په ورځ دسعودي عرب پلازمينې رياض ته رسيدلى، دصدارتي کمپليکس څخه له تيښتې وروستو دهغه اته پته نۀ وه معلومه.

بل لوري ته دروغتيا په اړه حوثي چارواکي وائي چې دسعودي عرب فضائي حملو کې ١٨ کسان وژل شوي اؤ ٢٤ نور ژوبل شوي دي.

ناتائيده راپورونه وائي چې په وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې درې حوثي ياغيان شامل دي.

په صنعاء کې يو تن چې داور وژونکې عملې دريشي يې اغوستې وه يو ټي وي ته وئيلي چې دسعودي اؤ عربانو جهازونو گڼ شمير اولسي هدفونه په نخښه کړي چې پکې ښحې اؤ ماشومان وژل شوي، خو ددغه راپور په ازادانه توگه پخلى نۀ دى شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG