لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: بمي چاؤدنه کې دوه پوليس وژل شوي ،۱۴ ژوبل


په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم په پوليس دغه ډول بمي چاؤدنې شوي ، او د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو په هدف شوي دي .
په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم په پوليس دغه ډول بمي چاؤدنې شوي ، او د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو په هدف شوي دي .

د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ په قائداباد سيمه کې د پوليسو په يو بس د ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې دوه پوليس وژل شوي ، او ۱۴ نور ژوبل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې د پوليس د خصوصي دستې (اېس اېس يو) د ۵۰ نه زيات غړي د رزاق اباد پوليس ټرېننگ سنټر نه بلاول هاؤس ته په بس کې ډيوټۍ له روان ؤ ،او د قائد اباد سره نزدې مرغي خانه علاقه کې پرې بم ډزول شوی دی .

پوليس پېښه کې د ۱۲ پوليسو د ژوبلېدو پخلی کوي .

خو د ښارد جناح روغتون د حادثاتي څانگې مشرې ډاکټرې سيمي جمالي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، روغتون ته دوه مړي راوړل شوي چې پوليس دي ، او ۱۴ نور ژوبل راوړل شوي دي .

د ښار د شرقي سيمې د پوليس مشر ډي ائي جې منېرشېخ په وينا پوليس باندې شوې بمې چاؤدنه کې پينځه کلوگرامه بارودي مواد کارول شوي ، او بم په موټر سائيکل کې اېښودی شوی او په ريموټ ډزول شوی دی .

پوليس د پېښې موقعې ته رسېدلي او علاقه کې په گېره کې اخيستې ده . چارواکي وايي د دغې ځايې نه څلور مشکوک کسان هم نيول شوي دي .

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم په پوليس دغه ډول بمي چاؤدنې شوي ، او د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو په هدف شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG