لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت به بهترينه خېبرپښتونخوا جوړوي ، نوازشريف


وزيراعظم په دغه مهال دا هم ووئيل ډېر زر به د پېښور او کابل ترمينځ د موټروی جوړولو پروژه پېل کوي .
وزيراعظم په دغه مهال دا هم ووئيل ډېر زر به د پېښور او کابل ترمينځ د موټروی جوړولو پروژه پېل کوي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف نن د زيارت په ورځ د خېبرپښتونخوا صوبې د گورنر په ماڼۍ کې د مسلم ليگ (ن) ډلې غړو ته په وينا کې وئيلي ، د ترهگرۍ په ضد جنگ کې جنگيالي په تېښته دي ، او د دويې په ضد جنگ به منطقي انجام ته رسولی شي .

نوازشريف د ترهگرۍ د ختمولو سره ووئيل ، په قبائيلي سيمو کې د اصلاحاتو نيت لري او د جنگيالو په ضد د پوځي عملياتو له کبله بې کوره شوي خلک به په باعزته توگه خپلو علاقو ته واپس کوي .

"ترهگر په تېښته دي او د هغوي ملا ماتولی شي د ترهگری په ضد جنگ به کامياب وي او په ملک کې دننه چې خلک د يو بل مرۍ غوڅوي او د فرقه واريت په نوم وژنې کوي د هغويې په ملک کې ځايې نشته".

وزيراعظم په دغه مهال دا هم ووئيل ډېر زر به د پېښور او کابل ترمينځ د موټروی جوړولو پروژه پېل کوي .

نوازشريف په ۱۶م دسمبرارمي پبلک سکول باندې د بريد په مهال پېښور ته ورغلی او د هغې وروستو يې دا لمړی سفرکړی دی .

په دغې موده کې نوموړي د پنجاب او سندهـ صوبې د ډېرو ځايونو دورې کړي او د ترقياتي کارونو پرانستې يې کړي دي ، ولې د گورنر په ماڼۍ کې يې خپله وينا کې په خېبرپښتونخوا کې د ديامربهاشا ډېم او د داسو ډېم د ترقياتي پروژو يادگېرنه وکړه .

هغه ووئيل "د داسو سره به بونجي ډېم جوړولی شي او دا د خېبرپښتونخوا ترقي ده".

د خېبرپښتونخوا تېرو حکومتونو او سياسي ډلو تل د تربېله ډېم ، ورسک او نورو د بجلۍ د اوبو او رائلټۍ او گټو په غلا مرکزي حکومت تورن کړی دی ، او صوبايي حکومتونو د صوبې د برخې شوکولو په لړ کې څو څو ځله ثبوتونه هم وړاندې کړي دي .

خو وزيراعظم وايي "مرکزي حکومت به نوې نا بلکې بهترينه خېبرپښتونخوا جوړوي" .

له دې وړاندې نن د خېبرپښتونخوا د رسالپور د هوايي ځواکونو په اکېډمۍ کې د کېډټانو د پاسنگ اؤټ پرېډ يوه دستوره شوې ، او دغې دستورې ته په وينا کې د پاکستان د هوايي پوځ مشر ائيرچيف مارشل سهېل امان هم وئيلي ، شمالي وزيرستان کې روانو د ضرب عضب په نوم عملياتو کې د ترهگرو ملا ماته کړل شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG