لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ : اسټريليا ـ هند ته په سيمي فائنل کې ماتې ورکړه


د اسټريليا په سډني کرکټ گراؤنډ کې د سيمې فائنل مېچ ټاس اسټريليا گټلی او په لمړي بيټنگ کې يې هند ته په لوبغاړو سوځېدو د ۳۲۹ رنزونو هدف ورکړی ؤ .
د اسټريليا په سډني کرکټ گراؤنډ کې د سيمې فائنل مېچ ټاس اسټريليا گټلی او په لمړي بيټنگ کې يې هند ته په لوبغاړو سوځېدو د ۳۲۹ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

د کرکټ ورلډکپ ۲۰۱۵م په سيمي فائنل مېچ کې اسټريليا د هند ټيم ته په ۹۵ رنزونو ماتې ورکړه ، او فائنل ته ورسېدو . د ورلډکپ فائنل به د اسټريليا او نيوزي لېنډ ترمنيځ کيږي .

د اسټريليا په سډني کرکټ گراؤنډ کې د سيمې فائنل مېچ ټاس اسټريليا گټلی او په لمړي بيټنگ کې يې هند ته په لوبغاړو سوځېدو د ۳۲۹ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

د هند پوره ټيم د اسټريليا د ۳۲۸ رنزونو په ځواب کې په ۴۷م اوور کې په ۲۳۳ رنزونو اؤټ شو، او مېچ يې وبائيلو .

د هند لخوا په بټنگ کې يواځې د ټيم کپتان اېم اېس دهوني زيات رنزونه جوړ کړی شو او په ۶۵ بالونو په ۶۵ رنزونو جوړولو سره اؤټ شو.

پاتې نورو لوبغاړو کې شېکردهون ۴۵، اجينکياراهنی ۴۴،او روهت شرما ۳۴رنزونه جوړ کړل ، جدېجا په ۱۶، سُرېش رائنا په ۷ ، اشون په ۵، کوهلي او شمي په ۱،۱ او مهېت شرما او امېد شرما په ۰ ۰ اؤټ شو .

د اسټريليا په بالرانو کې جېمزفالکنر ۳، جانسن او سټارک ۲،۲ او جوش هيزليووؤ ۱ وکټ واخيستو .

له دې وړاندې د اسټريليا په بيټنگ کې سټيو سمتهـ په ۹۵ رنزونو ۱۰۵ رنزونه او آرون فينچ ۸۱ رنزونه جوړ کړي ؤ .

او په نورو لوبغاړو کې واټسن ۲۸، جانسن ۲۷، مېگزول ۲۳، فالکنر۲۱، وارنر ۱۲، کلارک ۱۰ او هېډن ۷ رنزونه جوړ کړي وو .

د هند امېش يدوا ۴، مهېت شرما ۲ او اشون يو کهلاړي اؤټ کړی ؤ .

هند چې د ورلډکپ دفاعي چېمپئن ؤ د ورلډکپ نه بهر شو، د اسټريليا او نيوزي لېنډ ترمينځ فائنل مېچ به په ۲۹م مارچ کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG