لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن عملياتو کې شامليدو لپاره پاکستان دسعودي په خواست غور کوي،تسنيم اسلم


 اسلام اباد کې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم خبريالانو ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل سعودي عرب پاکستان سره په بيړني اساس رابطه کړې ده
اسلام اباد کې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم خبريالانو ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل سعودي عرب پاکستان سره په بيړني اساس رابطه کړې ده

پاکستان دزيارت په ورځ وئيلي دي چې يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو خلاف روانو عملياتو کې شامليدو لپاره دسعودي عرب په خواست غور روان دى.

اسلام اباد کې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم خبريالانو ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل سعودي عرب پاکستان سره په بيړني اساس رابطه کړې ده اؤ يمن کې يې دحوثي ياغيانو خلاف عملياتو کې دشامليدو غوښتنه کړې ده.

دخارجه دفتر وياندې دسعودي عرب لخوا پاکستان ته دشوي خواست تفصيلات په ډاگه نۀ کړل خو وې وئيل چې ددغه معاملې جاج اخستل کيږي.

تسنيم اسلم وويل چې يمن کې پاکستاني مشن بيدار کړل شوى اؤ ورته وينا شوې چې دغلته داوسيدونکو پاکستانيانو سره په رابطه کې ووسيږي.

هغې وويل پاکستاني کميونټۍ ته په ممکنه توگه ديمن دپريښودو په اړه دتيار اوسيدو وينا شوې اؤ زياته کړې يې ده چې صنعاء کې دمشن دبندولو په اړه اسلام اباد تر دې مهاله کومه پريکړه نۀ ده کړې.

دميډيا راپورونو کې دډيپلوماتيک سرچينو په اړه وئيل شوي چې سعودي عرب يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد پيل کړل شوؤ فضائي حملو کې پاکستان څخه مرسته غوښتې ده.

سرچينې وائي که هر څو پاکستاني چارواکو سعودي عرب ته دغه لړ کې دمرستې کولو اشاره ورکړې خو سعودي ته دا هم وئيل شوي چې دې لړ کې به غوڅه پريکړه پوځ سره له مشورې وروستو کولى شي.

له دې وړاندې خبري ادارې اى ايف پي راپور ورکړى ؤ سعودي عرب وئيلي دي چې دمصر اؤ پاکستان په گډون پينځه اسلامي هيوادونه يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد روانو عملياتو کې شامليدل غواړي.

دحوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې دسعودي عرب ترڅنگ قطر، کويت، بحرين اؤ يو اى اي هم شامل دي اؤ امريکا دياغيانو په ضد دائتلافيانو دمرستې اعلان کړى.

حوثي شيعه ياغيانو تيره ورځ ديمن عدن ښار کې په لويه فضائي اډه قبضه کړې وه اؤ دجنورۍ په مياشت کې يې په صدارتي محل قبضې کولو سره صدر عبدالربوه منصور هادي په تيښته مجبور کړى ؤ.

واشنگټن کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال امريکا کې دسعودي عرب دسفير عادل الجبير ترمخه دهغوي پوځ يمن کې دصدر هادي په خواست دشيعه حوثي قبائيلو په ضد پوځي عمليات پيل کړي اؤ زياته کړې يې ده چې هيواد يې دغه گام دهادي دقانوني حکومت دژغورلو لپاره اخستى.

له دې وړاندې سپينې مانۍ وئيلي وؤ امريکا دسعودي په مشرۍ کې دجوړ پوځي ائتلاف داستخباراتي معلوماتو اؤ سازوسامان په ورکړې سره مرسته کوي خو پخپله نيغ په نيغه پوځي کارروايۍ کې برخه نۀ اخلي.

دامريکا دقومي سلامتۍ دکونسل وياند برنډيټ مهيان يو بيان کې په حوثي ياغيانو ټينگار کړى ؤ چې هغوي دې په فوري توگه کارروايۍ ختمې اؤ سياسي مذاکراتي عمل ته راوگرځي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG