لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضرب عضب عملياتو کې دترهه گرو ملا ماته کړل شوې،دفضائيې مشر


درسالپور کې پي اى ايف اکيډيمۍ کې دکيډټانو پاسنگ اؤټ پريډ ته دوينا په مهال هغه وويل هغوي دترهه گرۍ دخاتمې لپاره ژمن دي
درسالپور کې پي اى ايف اکيډيمۍ کې دکيډټانو پاسنگ اؤټ پريډ ته دوينا په مهال هغه وويل هغوي دترهه گرۍ دخاتمې لپاره ژمن دي

دپاکستان دفضائي ځواکونو مشر ائيرچيف مارشل سهيل امان دي چې شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو ضرب عضب کې دترهه گرو ملا ماته کړل شوې ده.

درسالپور کې پي اى ايف اکيډيمۍ کې دکيډټانو پاسنگ اؤټ پريډ ته دوينا په مهال هغه وويل هغوي دترهه گرۍ دخاتمې لپاره ژمن دي اؤ زياته يې کړه چې هيواد کې به دبشپړ امنيت دټينگښت پورې عمليات دوامداره وي.

سهيل امان وويل دپاکستان فضائي ځواکونه دهيواد دفضائي پولو ددفاع لپاره په عصري وسله سمبال دي اؤ زياته يې کړه که هر څو هيواد دداخلي اؤ خارجي چيلنجونو سره مخ دى خو هغوي دملک ددفاع جوگه دي.

دفضائي ځواکونو مشر وويل دقام له لوري چې دترهه گرو په ضد ديو والي کومه څرگندونه شوې هغه ددې خبرې لوري ته ډاگيزه اشاره کوي چې ترهه گري به ډير زر له مينځه يوړل شي.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون کال ٢٠١٤م کې دافغانستان دپولې ترڅنگ پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب په نوم په لويه پيمانه پوځي عمليات وروستو له هغې پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې مسؤليت په غاړه واخستو چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

ددغو عملياتو له امله په لکونو خلک شمالي وزيرستان څخه بې کوره شوي وؤ اؤ دخيبرپښتونخوا بيلا بيلو محفوظو سيمو ته يې کډې کړې وې.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې د٢٠٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي اؤ دهغوي گڼې ځالې يې تباه کړي ، پوځ وروستو داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې هم دفعاله تندلارو په ضد عمليات پيل کړل.

قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله دغلته روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى اؤ طالبان ځان ته دپوځ له لوري داوښتې مرگ ژوبلې ترديد کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG