لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس کې وير، د١٥٠ؤ مړو شوؤ کسانو لټون روان دى


 دپيښې نه پس سپين کې ددريوؤ ورځو دقومي وير اعلان شوى اؤ دفرانس ، جرمني اؤ سپين مشران به دشورو په ورځ دپيښې دځايې دوره کوي.
دپيښې نه پس سپين کې ددريوؤ ورځو دقومي وير اعلان شوى اؤ دفرانس ، جرمني اؤ سپين مشران به دشورو په ورځ دپيښې دځايې دوره کوي.

فرانسيسي چارواکو وئيلي دي دائيربيس اى ٣٢٠ مسافرو جهاز د واورو څخه ډکې دهيواد لرې پرتې غرييزې سيمه کې دتباه کيدو په وجه دغه جهاز کې دناستو ١٥٠ؤ کسانو نه څوک هم ژوندي نۀ دي پاتې شوي اؤ دمړو په موندل کيدو کې څو ورځې لگيدى شي.

دپيښې نه پس سپين کې ددريوؤ ورځو دقومي وير اعلان شوى اؤ دفرانس ، جرمني اؤ سپين مشران به دشورو په ورځ دپيښې دځايې دوره کوي.

دفرانس وزيراعظم، مينوئل والس وئيلي دي چې جنوبي فرانس کې موقعيت لرونکي هاغه مقام چرته چې د جرمن ونگز جهاز دپيښې سره مخ شو، دغلته نزدې يو هيلي کاپټر کوز شوى خو دژغورنې کار سره دپيوستو اهلکارو وينا ده چې څوک هم ژوندى نۀ دى پاتې شوى.

ديو مقامي چارواکي وينا ده چې جهاز ټوټې،ټوټې شوى اؤ تر ټولو لويه ټوټه يې ديو وړوکي گاډي هومره ده.

واشنگټن کې سپينه ماڼۍ وائي چې ددې خبرې څه اشاره نۀ ده ترلاسه شوې چې گنې دغه پيښه دترهه گرۍ نتيجه وه.

دجرمن ونگز چيف ايگزيکټيو تهامسن ونکلمن وينا ده چې دجرمني ښار ډسلډرف ته تللو لپاره دسپين ښار، بارسلونا نه الوتى جهاز ١١٥٠٠ ميټره پورته شوى ؤ، خو بيا ناڅاپي دغه جهاز داتوؤ منټو دننه په تيزۍ سره لاندې راروان ؤ اؤ په داسې حال کې چې جهاز يواځې د١٨٠٠ؤ ميټرو لوړوالي ته راورسيدو دفرانسيسي ائير ټريفک کنټرولرانو ورسره تماس ونۀ نيولى شو.

دفرانسيسي هوابازۍ دادارې وينا ده چې دجهاز دپائيلټ له لوري په کوم مشکل کې دنښتو په اړه دخبرداري په حواله کوم پيغام ورته نۀ دى ترلاسه شوى، ائيرټريفک کنټرولرانو دبيړني وضعيت اعلان وکړو ځکه چې کاک پټ سره يې رابطه منقطع شوې وه.

فرانسيسي صدر فرانسوان اولا ن وئيلي دي چې دمړو شوؤ کسانو تعلق جرمني، اسپين اؤ ترکي سره دى، ښاغلي اولان وئيلي په باور سره نۀ شي وئيلى چې دې جهاز کې دفرانس کوم اولسي وگړى هم سور ؤ که نه؟

اولان په ټيليفون جرمن چانسلرې اينگلا مرخيل سره خبرو کې په دغه پيښه افسوس څرگند کړى، دهغه وينا وائي په دې پيښه ورته افسوس شوى اؤ هغه دخپلې ټولې ورځې مصروفيات منسوخ کړي، مرخيل وئيلي دي چې هغه به دشورو په ورځ دپيښې دځايې دوره کوي.

له دې وړاندې دترلاسه شوؤ خبرونو ترمخه دجرمني ديوې لويې فضائي کمپنۍ لفتهانسا دڅانگې جرمن ونگز جهاز کې دعملې دکسانو په گډون ١٤٨ کسان ناست وؤ چې پکې ١٤٢ مسافر، دوه پائيلټان اؤ دعملې څلور کسان شامل وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG