لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : ټريفکي پيښو کې ١٢ کسان مړۀ شوي،٥٠ ژوبل


 دجنوبي سندهـ دخيرپور سيمې سره نزدې پنجاب نه کراچۍ ته روان يو بس دمخالف لوري څخه راتلونکي ټرالر سره ټکر شوى چې له امله يې لږ ترلږه ١٢ کسان مړۀ شوي دي.
دجنوبي سندهـ دخيرپور سيمې سره نزدې پنجاب نه کراچۍ ته روان يو بس دمخالف لوري څخه راتلونکي ټرالر سره ټکر شوى چې له امله يې لږ ترلږه ١٢ کسان مړۀ شوي دي.

پاکستان کې دشورو په سحر دوؤ بيلا بيلو ترافيکي پيښو کې لږ ترلږه ١٢ کسان مړۀ شوي اؤ د٥٠ؤ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

دجنوبي سندهـ دخيرپور سيمې سره نزدې پنجاب نه کراچۍ ته روان يو بس دمخالف لوري څخه راتلونکي ټرالر سره ټکر شوى چې له امله يې لږ ترلږه ١٢ کسان مړۀ شوي دي.

زخمي شوؤ د٢٠ؤ نه زياتو کسانو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي اؤ دځينو حالت سخت ښودلى شي چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس اؤ امدادي کارکوونکي رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې هسپتالونو ته رسولي.

بل لوري ته دپنجاب پنډي بهټيا سيمې سره نزدې ديوې فيکټرۍ بس دتيزرفتارۍ په وجه اوړيدلى چې له امله يې ٣٥ؤ نه زياتې زنانه ژوبل شوي دي.

بس کې دفيکټرۍ زنانه کارکوونکې وړل کيدې چې په لاهور روډ دتيزرفتارۍ له امله دډرائيور نه بې قابو شو اؤ واؤښتو.

ژوبل شوؤ کې دځينو حالت سخت ښودلى شي.

پاکستان کې له دې وړاندې هم دغه شان ټريفکي پيښې رامينځته شوي چې په وجوهاتو کې يې دډرائيورانو بې غوري اؤ دسړک خراب حالت شامل دي.

ديوې اندازې ترمخه پاکستان کې هرکال دټريفک مختلفو پيښو کې ١٦ؤ زرو څخه زيات کسان مړۀ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG