لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افريقې ته په ماتې ورکولو نيوزي لينډ دکرکټ ورلډ کپ فائنل ته رسيدلى


 دباران له امله دا ميچ تر ٤٣ؤ اورونو پورې محدود کړل شوى
دباران له امله دا ميچ تر ٤٣ؤ اورونو پورې محدود کړل شوى

دکرکټ ورلډ کپ ٢٠١٥م په لمړي سيمي فائنل کې نيوزي لينډ ديوې سنسني خيزې مقابلې څخه وروستو په څلورو وکټو ماتې ورکړې اؤ دورلډ کپ فائنل لپاره يې کواليفائي کړې ده.

دباران له امله دا ميچ تر ٤٣ؤ اورونو پورې محدود کړل شوى اؤ نيوزي لينډ دجنوبي افريقې له لوري ټاکل شوى د٢٩٨ رنز هدف دمقررو ٤٣ؤ اورونو څخه يو بال وړاندې پوره کړو.

جنوبي افريقې ته په ماتې ورکولو کې تر ټولو مهم کردار گرانټ ايليټ ادا کړى چې په ٧٣ؤ بالونو لوبولو يې ٨٤ رنز جوړ کړل اؤ خپل ټيم يې کاميابۍ سره مخ کړو.

دميچ پاې ته په رسيدو دجنوبي افريقې ټول لوبغاړي مايوسه ښکاره شول اؤ دگڼو لوبغاړو په سترگو کې اوښکې وليدل شوې ، خو بل لوري ته دنيوزي لينډ لوبغاړو اؤ مينه والو يې پخپله گټه سخته خوشحالي څرگنده کړه.

ميچ کې دجنوبي افريقې فيلډنگ ناقصه ؤ اؤ دهغوي فيلډرانو په گڼو موقعو دمخالف ټيم نيوزي لينډ کيچونه مس اؤ درن اؤټ موقعې ضائع کړې چې په نتيجه کې يې جنوبي افريقې ته دميچ دمخ په وړاندې بوتللو موقع په لاس ورغله اؤ هغوي ددغه موقعې څخه په گټې اخستو مخالف ټيم ته په ماتې ورکولو کې بريالي شو.

دڅلورو وکټو دپريوتو څخه وروستو دنيوزي لينډ دکورى اينډرسن اؤ گرانټ ايليټ ترمينځ د١٠٣ رنز شراکت جوړ شو چې ورسره دهغوي ټيم په مضبوط پوزيشن کې راغلى.

دنيوزي لينډ لخوا گپټل ٣٤، ميکولم ٥٩، وليمسن ٦، ټيلر٣٠، اينډرسن ٥٨ رنز جوړ کړل اؤ گرانټ ايليټ په ٨٤ اؤ ډينئل ويټوري په ٧ رنز ناټ اؤټ پاتې شول.

په ښه بيټنگ کولو دنيوزي لينډ گرانټ ايليټ دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

له دې وړاندې دنيوزي لينډ داکلينډ ښار په ايډرن پارک کې لوبيدونکي سيمي فائنل کې جنوبي افريقې دنيوزي لينډ خلاف دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه، دجنوبي افريقې هاشم امله د٢١ په مجموعي سکور په ١٠ رنز اؤټ شو اؤ کوئنټن ډي کوک هم په ١٤ رنز اؤت شو.

فاف ډوپليسي اؤ روسو دجنوبي افريقې ټيم تر څه وخته سمبال کړو خو وروستو روسو هم په ٣٩ رنز پويلين ته رخصت شو، په يوه موقع په ١٤٤ رنز دجنوبي افريقې درې لوبغاړي اؤټ وؤ خو داى بي ډويليئيرز دراتللو نه پس دجارحانه بيټنگ په ذريعه سکول په ٣٨ؤ اورونو کې ٢١٦ رنز ته ورسيدل.

دباران نه پس چې ميچ بيا شروع شو نو ډوپليسي خپل سکور کې داضافې کولو څخه بغير په ٨٢ رنز اؤت شو، ډيوډملر په ١٨ بالوننو ٤٩ رنز جوړ کړل اؤ ډويلئيرز د٦٥ رنز اننگز ولوبولو.

دنيوزي لينډ له لوري کورى اينډرسن درې اؤ ټرينټ بولټ دوه وکټې ترلاسه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG