لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د خپل مشر فضل الله وژنه رد کړي


پاکستاني مطبوعاتو له دې وړاندې هم د ټي ټي پي د مشرمُلا فضل الله د وژل کېدو خبرونه خپاره کړي دي .
پاکستاني مطبوعاتو له دې وړاندې هم د ټي ټي پي د مشرمُلا فضل الله د وژل کېدو خبرونه خپاره کړي دي .

په پاکستان کې يو ځل بيا مطبوعاتو گنگوسه خوره کړې چې پاکستاني پوځ د طالبانو د تحريک مشرمُلا فضل الله د تيراه په عملياتو کې وژلی ، خو طالبان وايي دا هسې اوازې دي او فضل الله روغ رمټ دی .

د پاکستان مطبوعاتو کې د تېرې شپې راهسې دا خبر تود ؤ ، چې د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په تيراه علاقه کې د پوځ تازه عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر مُلا فضل الله وژل شوی دی ، ولې د دغې خبر پخلی امنيتي سرچينو نه دی کړی او طالبانو خپله د دغې خبر رد کړی دی .

د ټي ټي پي مرکزي وياند محمدخراساني مطبوعاتو ته وئيلي چې دغه خبر دروغژن دی او داسې افواهگانې د دې دپاره خورولی شي ، چې هغه ښکاره شي .

بل لور ته د خېبرپښتونخوا صوبې گورنر سردارمهتاب احمد عباسي هم نن د گل په ورځ پېښور کې مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې د ميډيا د راپورونو نه خبر شوی ولې نوموړي وئيلي ماسره په دغې اړه کره خبر نشته .

گورنر زياته کړې نن د ماښام پورې به د دغې خبر کره معلومات مخې ته راشي ، او رسنيو سره به شريک کړی شي .

پاکستاني مطبوعاتو له دې وړاندې هم د ټي ټي پي د مشرمُلا فضل الله د وژل کېدو خبرونه خپاره کړي دي . چې پکې په کال ۲۰۰۹م کې په سوات کې د هغه د ژوبلېدو او بيا وژل کېدو ، په کال ۲۰۱۰م کې د افغانستان په نورستان صوبه کې د هغه د وژنې او د هغې وروستو تېرکال هم دغه ډول خبرونه مخې ته راغلي وو، چې هغه په افغانستان کې وژل شوی دی .

ولې تېر کال د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښور کې په ارمي پبلک سکول د طالبانو د حملې چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو او زياته شمېره پکې د سکول د ماشومانو وه ، د دغې پېښې وورستو د طالبانو لخوا يوه ويډيو خپره شوې او فضل الله پکې خپله د پېښور په سکول د بريد په اړه خبرې کړې وې .

د ټي ټي پي د مشرحکيم الله محسود په کال ۲۰۱۳م کې په امريکايي ډرون بريد کې د وژل کېدو وروستو د سوات سره تعلق لرونکی مُلا فضل الله د دغې ډلې مشر جوړ کړی شوی ؤ .

د فضل الله د وژنې خبرونه په داسې مهال مخې ته راغلي ، چې د خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې د وسله والو جنگيالو په ضد د پوځ عمليات دوام لري ، او د پوځ لخوا دوه ورځې وړاندې ادعا شوې وه چې په سيمه کې ترسره شوؤ تازه عملياتو کې ۸۰ جنگيالي وژل شوي او د ۱۰۰ پورې نور ژوبل شوي دي .

د راپورونو ترمخه تېره ورځ هم د افغانستان پولې ته نزدې تيراه علاقه کې د پوځ او وسله والو ترمينځ نښتې شوي او په دغو نښتو کې هم دواړو خواؤ ته د زاني زيان اوختو خبرونه مخې ته راغلي ولې امنيتي چارواکو د دغو خبرونو پخلی نه دی کړی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG