لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنه سندرغاړې یو وخت ډوډۍ له د کور لوښې خرڅوي


وگمه د اواز د هنر جاودگره، د سُر شهزادگۍ او د لکونو خلقو د خوښې هنر منده وه – د وگمې هنر د کمال نه ډک ؤ- هغې ټپې ویلې، په غزل وییلو پوره پوهیدله او نيمکۍ ، مصریزې، سندرې خو لکه دهغې په رنگه چا ویلې نه شوې- د وگمې غږ چې د پښتو موسیقۍ میئنانو په لمړي ځل واوریدلو نو غږ یې کړو دا خو بله گلنار بیگم پیدا شوه – دوه ورځې وړاندې وتلي هنر مند دډيوه ریډیو د تصوف او ادبي پروگرام کوربه او څیړونکي ښاغلي سردار علی ټکر د ملگرو په دفتري غونډه کې د وگمې د تازه ژوند او م‍شکلاتو ذکر وکړو- هغه وییل وگمې ورته په زارو کې ويلي ژوند یې د ډیر عذاب نه تیریږي- ما چې نن وگمې ته ټيليفون وکړو نو خبر شوم دلکونو پښتنو خوښه د هنر او اواز جا دوگره د تیرو څو کالو راهسې په کور کې قید ناسته ده. وگمه واېي نه خو څوک کیسټ ډکوي او نه څوک شوگانې جوړي ، نه د شخصي او نه د سرکاري ټي وي گانو پروډیوسران تپوس کوي- وگمه په خبرو کې په سلگو شوه، وییل یې د خپلو شپږو بچوړو د رزق په خاطر د کور لوښي لرگي خرڅوي​-

داسې ولې شوي ؟ ایا د وگمې اواز وس خوږ نه دی پاتې؟ ایا دا خبره واقعي سمه ده پښتانه د خپلو هنر مندانو په قدر نه پوهیږي؟ ا و که ایا دا د قسمت کار دی؟ زما سره خو ددغه تپوسونو سم ځواب نشته- خو ما لیدلي د نړۍ تکړه قامونه د خپلو هنر مندانو قدر کوي، نازوي یې او د قسمت ناکړدو ته یې نه پریږدي- ما لیدلي د هنر د څانگې گُلونه مړاوېکیدل د قام ، تهذیب او کلتور زوال گڼل کېږي او زما دعوا ده که تاسو نن وگمه واوریدله نو د هغې پاخه خواږه سُرونه به مو په وجود غُنې ودروي-

دا مرکه واورۍ

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:32 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG