لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان جگړې دموسم په رالنډيدو امريکا ته دصدرغني اؤ عبدالله دوره


اشرف غني اؤ عبدالله دخالي په ورځ په يوه سرکاري دوره واشنگټن ته روانيږي
اشرف غني اؤ عبدالله دخالي په ورځ په يوه سرکاري دوره واشنگټن ته روانيږي

دافغانستان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله روانه اوونۍ کې دامريکا سفر کوي اؤ امکان دى چې هغوي به دغلته طالبانو سره دجوړجاړي لوري ته په داسې حال کې پام گرځوي چې افغانستان کې دجگړې موسم پيل کيږي.

افغان حکومت سره دمذاکراتو ميز ته دطالبانو راوستو لپاره اوس اوس ډيپلوماټي هڅې په داسې حال کې تُندې شوي چې امنيتي ځواکونو ددغه ډلې په ضد د٢٠٠٢م کال څخه راپديخوا په لمړي ځل دنيټو دمرستې څخه پرته عمليات پيل کړي.

اشرف غني اؤ عبدالله دخالي په ورځ په يوه سرکاري دوره واشنگټن ته روانيږي اؤ ټاکل شوې ده چې صدر غني به دکانگريس گډې غونډې ته وينا هم کوي، دواړه افغان مشران به وروستو کيمپ ډيوډ اؤ نيويارک ته هم ورځي.

دافغان چارواکو ترمخه دامريکا ترڅنگ به افغان صدر اشرف غني روانه اوونۍ کې سعودي عرب ته هم ځي.

دحکومتي سرچينو ترمخه افغان مشران به طالبانو سره دخبرو اترو په اړه واشنگټن څخه دمرستې غوښتنه کوي.

څيړونکي وائي چې دستمبر په مياشت کې اقتدار ته له رسيدو څخه وروستو افغان صدر اشرف غني خپل گاونډي هيواد افغانستان سره اړيکو ښه کولو ته پام گرځولى خو دهغه پيش رو صدر حامد کرزي په دغه اړه ډيرکم کار کړى ؤ.

لويديز اؤ افغان چارواکي مني چې پاکستان د١٩٩٠ء په لسيزه کې افغانستان کې دطالبانو حکومت سره دښو اړيکو دلرلو له امله دغه ډله اوس هم افغان حکومت سره دمذاکراتو ميز ته دکښينولو لپاره خپل اثرورسوخ استعمالولى شي.

په تيرو وختونو کې په پاکستان تور لگول شوى چې پخپله خاوره يې طالب مشرانو ته پناه ورکړې اؤ سيمه کې دخپل روايتي رقيب هيواد هند دمخ په زياتيدونکي اثرورسوخ دمخنيوي لپاره دطالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دريځ لري چې اوس دغسې نۀ ده اؤ هغوي افغانستان کې دامنيت ټينگښت ته ليواله دي.

يوه ليويديزه سرچينه وائي چې صدر اشرف غني دامن عمل لپاره هڅه کوي، هڅه کوي چې خبرې شروع شي، هغه په دې پوهيږي چې ددې مقصد لپاره به پاکستان سره دنوي سره اړيکې مهمې اؤ چين، سعودي عرب اؤ تر څه حده متحده عرب اماراتو سره هم

همدغه شان يو سينئر افغان چارواکى وائي چې دپاکستان دانديښنو لرې کولو لپاره مونږ دپاکستاني طالبانو تاله ترغه کولو په غرض ختيز افغانستان کې عمليات وکړل اؤ زياتوي چې ددې په ځواب کې مونږ هيله لرو چې اسلام اباد زمونږ دحکومت سره دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو په اړه خپله ژمنه پوره کړي، مونږ دتيرپه پرتله اوس زيات هيله مند ځکه يو چې پاکستان سيمه کې دامن په اړه دزياتې دلچسپۍ اشاره ورکړې، په دې اړه دکلک پرمختگ لپاره اوس هم انتظار کوؤ

دنوم نۀ څرگندولو په شرط پاکستاني چارواکو وئيلي دي اوس اوس دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو استازو پاکستان کې ليدلي دي،سرچينې وائي دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړى چې کميټۍ به جوړوي کومې چې به دوړاندې تگ په اړه خبرو اترو لپاره ليدنه کوي.

خو په باضابطه توگه کابل افغان طالبانو سره دخبرو اترو دپيل کيدو اؤ هم افغان طالبان کابل سره افغانستان څخه دټولو بهرنو پوځيانو تر وتلو دخبرو شروع کيدو څخه انکاري دي.

دشورو په ورځ دافغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني پارليمنټ ته وئيلي وؤ تر دې مهاله مونږ دامن لپاره دبنياد ايښودو جوگه شوي يو، مونږ په ډيرو ابتدائي پړاؤنو کې يو، مونږ هيله کوؤ چې راتلونکې کې به خبرې شروع شي ،خو تر دې دمه مذاکرات پيل شوي نۀ دي

دامن عمل کې دچين مخ په زياتيدونکى کردار هم يو نوى اړخ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG