لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ:بنگله ديش ته په ماتې ورکولو هند سيمي فائنل ته رسيدلى


 دميلبورن کرکټ په ميدان کې لوبول شوي ميچ کې هند دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ٣٠٢ رنز جوړ کړل.
دميلبورن کرکټ په ميدان کې لوبول شوي ميچ کې هند دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ٣٠٢ رنز جوړ کړل.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ کوارټر فائنل په يو ميچ کې هند بنگله ديش ته په ١٠٩ رنز ماتې ورکولو سره دورلډ کپ سيمي فائنل لپاره کواليفائي کړې ده.

دميلبورن کرکټ په ميدان کې لوبول شوي ميچ کې هند دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ٣٠٢ رنز جوړ کړل.

اوپنرانو روهت شرما اؤ شيکهر دهون ټيم ته غوره اغاز ورکړو اؤ د٧٥ رنز شراکت په جوړولو سره يې مضبوط بنياد کيښودو، شيکهر دهون د٣٠ په انفرادي سکور پويلين ته رخصت شو اؤ وهرات کوهلي کومه زړۀ پورې کارکردگي ونۀ ښودل شوه اؤ يواځې په درې رنز دروبيل حسين ښکار شو.

روهت شرما ذمه وارانه بيټنگ وکړو اؤ په ١٢٦ بالونو يې د١٣٧ رنز غوره اننگز ولوبولو، همدغه شان سريش رائنا هم جارحانه بيټنگ وکړو اؤ٦٥ رنز يې جوړ کړل.

انجکيارهانى د١٩ په انفرادي سکور دتسکين احمد په بال کيچ اؤټ شو اؤ کپتان مهندرا سنگهـ دهوني په شپږ رنز پويلين ته رخصت شو،روندرا جديجا په ٢٣ اؤ روي چندرن اشون په درې رنز ناټ اؤټ پاتې شو.

دبنگله ديش له لوري تسکين احمد درې وکټې ترلاسه کړې اؤ مشرفي مرتضي، روبيل حسين اؤ شکيب الحسن يو ،يو لوبغاړى اؤټ کړو.

بنگله ديش د٣٠٣ رنز دهدف په تعاقب کې په ٤٥م اوور کې په ١٩٣ رنز اؤت شو، په ٣٣ رنز ددوؤ وکټو دپريوتو وروستو دبنگله ديش ډيم فشار سره مخ شو دکوم څخه چې هندي بولرانو گټه پورته کړه اؤ په دمې دمې سره يې دمخالف ټيم بيټسمينان پويلين ته وليږل، دبنگله ديش له لوري ناصرحسين ٣٥ اؤ صابررحمان ٣٠ رنز جوړ کړل.

په نورو لوبغاړو کې تميم اقبال ٢٥، عمر القيس پينځه، سوميا سرکار٢٩، محمودالله ٢١، شکيب الحسن ١٠، مشفيق الرحمان ٢٧ اؤ مشرفي مرتضي يو رن جوړ اؤ اؤټ شو.

دهند له لوري اميش يادؤ څلور وکټې ترلاسه کړې، محمد شامي او رويندرا جديجا، دوه، دوه اؤموهت شرما يو وکټ ترلاسه کړو.

په ښه بولنگ روهت شرما دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG