لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دعدم مداخلت په تگلاره عمل کوؤ،سرتاج عزيز


دقومي سلامتۍ صلاح کار وويل پاکستان دافغان جوړجاړي عمل کې يواځې دسهولت کار کردار ادا کوي
دقومي سلامتۍ صلاح کار وويل پاکستان دافغان جوړجاړي عمل کې يواځې دسهولت کار کردار ادا کوي

دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز دزيارت په ورځ وئيلي دي چې پاکستان افغانستان کې دعدم مداخلت په تگلاره عمل کوي اؤ سيمه کې دنورو هيوادونو څخه هم په دغه رقم تگلاره دعمل توقع کوي.

اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل دافغان حکومت اؤ مختلفو ډلو ترمينځ راتلونکو څو ورځو کې دمذاکراتو امکان دى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دامن اؤ ثبات لپاره دمذاکراتو پيل کيدو ته ليواله دى.

سرتاج عزيز دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو دپيل کيدو امکان په داسې حال کې څرگند کړى چې طالبان افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو په مکمل ډول وتلو پورې دڅه رقم خبرو اترو پيل کيدو څخه انکاري دي.

دقومي سلامتۍ صلاح کار وويل پاکستان دافغان جوړجاړي عمل کې يواځې دسهولت کار کردار ادا کوي اؤ دمذاکراتو دعمل پيل کولو لپاره دهاغو ډلو دقائلولو هڅې کوي چې تماسونه ورسره لري.

سرتاج عزيز وويل افغانستان داقتصادي پرمختيا لپاره مرستې ته اړتيا لري خو سياسي معاملې به ورته پخپله هوارول وي.

هغه وويل چې دخپل پرامنه گاونډ دتگلارې دبرخې په توگه پاکستان افغانستان سره مضبوطې تجارتي اؤ اقتصادي اړيکې غواړي اؤ زياته يې کړه چې دتجارتي خنډانو لرې کولو اؤ افغانستان سره دتجارتي حجم سيوا کولو لپاره گڼ گامونه اخستل شوي دي.

دهغه وينا وه افغانستان په معدنياتو سمبال هيواد دى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې نړيواله ورورولي به ددغو وسيلو دکارولو لپاره افغانسان سره مرسته وکړي.

افغانستان اؤ گاونډي هيواد پاکستان کې چرته چې باور کيږي طالب مشران پټ دي، چارواکو پخپلو اوسنو بيانونو کې په ډاگه کړې چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ خبرې دمارچ مياشت کې پيل کيدى شي.

دتيرې مياشتې راهسې طالبان افغان چارواکو سره درابطو په اړه دچارواکو له لوري دشوؤ دعوؤ ترديد کړى، تيره مياشت داسې اطلاعات مخې ته راغلي وؤ چې طالبان کابل سره خبرو ته اماده دي اؤ پاکستان په دغو خبرو اترو کې داسانتيا ورکولو لپاره کردار لوبوي.

داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې دطالبانو يو هيئت په اوسنو ورځو کې پاکستاني چارواکو اؤ دچين ډيپلوماټانو سره دخفيه خبرو اترو لپاره داسلام اباد دوره کړې اؤ په دغه په مهال په دې اړه خبرې اترې شوي چې بايد دامن عمل څنگه مخ په وړاندې بوتلل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG