لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني خان وې کله نا کله فیل کېږه


مشال خان واېي نيکه یې یواځې د نوم غني نه ؤ بلکه دهغه شعر او شخصيت دواړه غني وو او دعوا کوي د هغه په شاعرۍ کې دومره زور دی چې پښتانه پرې د پرمختگ په لاره یون کولې شي- د غني خان د نولسم تلين په مهال د غني خان نمسي مشال خان ډیوه ریډیو سره د خبرو په مهال ویلي چې نيکه یې ورسره بې کچه مينه لرله – مشال خان واېي ( زما او دغني پیژندگلو زما د پېدا کیدلو نه دوه کاله مخکې شوې وه) مشال خان واېي چې غني خان زما د زیږون زیرې کړې ؤ او ما له ېی نوم خوښ کړې ؤ-

د غني خان نمسي د ‏رحمان بونیري سره مرکه واورۍ

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:00 0:00

د پښتو ژبې نوموړي شاعر فلسفي اومصور غني خان نولسم تلين په موقع په پاکستان او افغانستان کې کومې مهمې د ستورې نه دي شوي خو په ټوئټرد غني خان ځيني مئینانانو د هغه مشهور شعرونه خواره کړي دي-

غني خان د شلمې پېړۍ د پښتو د نظم یو ډیر لویې شاعر ؤ- شاعری یې د خپل دور د روایتي انداز نه بیله په جدیدو لارو کړې- په نظم کې یې په عصري سیاسي، مذهبي او غیر منطقي روایتي رویو په ډاډ زړه نيوکې کړي د هغه په شاعرۍ کې علامتي انداز نه پرته په حقيقي انداز کې د پښتنی ټولنې د اصلاح هڅه شوې.

د غني خان چرگ نظم
خوراک کوی د سپي او مسلې د ملایانو
بانګونه د بلال او لنګولی د چنګڼیانو
پرتوګ دی یاره نه شته خو شمله نیغه د خان
شل ښځې دی ساتلې خو سحر واېي اذان
په جنګ کې بهادر او مستانه لکه چنګیز
په مینه کې بی شرمه بی پروا لکه انګریز
وربوز دې د قاضي دی طبیعت دی د هټلر
آواز دی د پخڼو دی او انداز د منسټر
انجام دی ای مجنونه د ډیران
یو ورځ به وروستی بانګ اوکړی
ډوډۍ به اوکړي خان

د پښتو ژبې نوموړي هنر مند ښاغلې سردار علي ټکر نه یواځې د غني نظمونه په خپل خوږ غږ لکونو خلقو ته رسولي ولې د غني سره ډیر نزدې پاتې شوې هم دی- راځۍ چې د ټکر صیب نه د غني خان د نولسم تلين په موقع څه یادونه واورو-

د غني خان نولسم تلين او د سردار علي ټکر یادونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:50 0:00

غني خان په هند، امریکا او یورپ کې ذدکړې کړې وې – غني خان د ستر پښتون ملت پالي مشر باچاخان ځوی ؤ- غني خان په 1914 کې زیږیدلې او په 1996 کې په حق رسیدلې ؤ-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG