لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ : هند زمبابوى ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه


دهند له لوري محمد شامي، اميش يادؤ اؤ موهت شرما غوره بولنگ وکړو
دهند له لوري محمد شامي، اميش يادؤ اؤ موهت شرما غوره بولنگ وکړو

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې زمبابوى هند ته دگټې لپاره د٢٨٨ رنز هدف ټاکلى دى.

داکلينډ ايډن پارک کې لوب شوي ميچ کې هند دټاس گټلو وروستو زمبابوى ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه دکوم په ځواب کې چې زمبابوى په ٤٩م اوور کې په ٢٨٧ رنز اؤت شو، برينډن ټيلر د١٥ؤ چوکو اؤ پينځوؤ چکو په مدد سره د١٣٨ رنز جارحانه اننگز ولوبولو، سين وليمز هم غوره بيټنگ وکړو اؤ په ٥٧ بالونو يې ٥٠ رنز جوړ کړل.

په نورو لوبغاړو کې چاموچهبابا٧، هميلټن مساکډزا دوه، سولومن مائر٩، کريک اروائن ٢٧، سکندر رضا ٢٨، ريگس چکبوا١٠ اؤ تناشى پنينگرا شپږ رنز جوړ کړل.

دهند له لوري محمد شامي، اميش يادؤ اؤ موهت شرما غوره بولنگ وکړو اؤ درې ، درې وکټې يې ترلاسه کړي ، همدغه شان روي چندرن اشون هم يو وکټ ترلاسه کړه.

هند دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې پرله پسې شپږمه گټه ترلاسه کړى اؤ زمبابوى ته يې په شپږو وکټو ماتې ورکړې ده.

هند د٢٨٨ رنز هدف په ٤٩م اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان پوره کړو.

په ٩٢ رنز دڅلورو لوبغاړو داؤټ کيدو وروستو په ميچ دزمبابوى کنټرول راغلى خو کپتان مهندرا سنگهـ دهوني اؤ سريش رائنا د١٩٦ رنز غوره شراکت جوړولو سره دهند په گټه کې غوره کردار ادا کړو اؤ په ورلډ کپ يې دگټو لړۍ دوامداره وساتله، دهوني ٨٥ اؤ رائنا د١١٠ رنزناقابل شکست اننگز ولوبولو، نورو لوبغاړو کې روهت شرما١٦، شيکهر دهون څلور، ويرات کوهي ٣٨ اؤ اجنکيارهانى ١٩ رنز جوړ کړل.

دزمبابوى تناشى پنينگرا دوه اؤ سکندر رضا يو وکټ ترلاسه کړه، په ښه بيټنگ سريش رائنا دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG