لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ : سري لنکاسکاټ لينډ ته په ١٤٨ رنز ماتې ورکړه


داسکاټ لينډ لخوا ډيوى درې، ايونز اؤ بيرنگټن دوه، دوه اؤ ټيلر اؤ ميچن يو يو وکټ ترلاسه کړې ده.
داسکاټ لينډ لخوا ډيوى درې، ايونز اؤ بيرنگټن دوه، دوه اؤ ټيلر اؤ ميچن يو يو وکټ ترلاسه کړې ده.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې سري لنکا سکاټ لينډ ته په ١٤٨ رنز ماتې ورکړې ده.

سري لنکا د سکاټ لينډ په ضد په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې د٩ؤ وکټو په تاوان 363 رنز جوړ کړي وؤ.

داسټريليا په هوبارټ ښار کې دکرکټ ورلډ کپ دپولى اى په يو ميچ کې لوبول شوي ميچ کې سري لنکا دسکاټ لينډ خلاف دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ بيټسمينان يې مخالف ټيم ته په لويې هدف ټاکلو کې بريالي شول.

دسري لنکا دلشان ديوې چکې اؤ څلورو چوو په مدد سره ١٠٤، سنگا کارا، دڅلورو چوکو اؤ ديارلسو چوکو په مدد سره ١٢٤، تهريمانى څلور، جى وردهنى دوه، ميتهيوز ٥١، کى پريرا٢٤، پرسانا درې، ملنگا يو رنز جوړ کړى اؤ کولاسيکرا په ١٨ اؤ چميرا په ١٢ رنز ناټ اؤټ پاتې شوى.

دسکاټ لينډ لخوا ډيوى درې، ايونز اؤ بيرنگټن دوه، دوه اؤ ټيلر اؤ ميچن يو يو وکټ ترلاسه کړې ده.

دسکاټ لينډ ټيم د٣٦٤ رنز په تعاقب کې په ٤٤م اوور کې په ٢١٥ رنز اؤټ شو، دلويې رنز په تعاقب کې دسکاټ لينډ بيټسمينان دشروع څخه دستونزو ښکار شول دفريډى کولمين اؤ پريسټن مومسن نه علاوه کوم اسکاټش بيټسمين دسري لنکا دبولرانو مخې ته تر زياته وخته ونۀ دريدى شول، فريدى کولمين ٧٠ اؤ پريسټن مومسن په ٦٠ رنز اؤت شول، نورو لوبغاړو کې کيلم ميکلوډ ١١، ميټ ميکن ١٩، رشي بيرنگټن ٢٩، مائيکل ليسک دوه، ميتيهو کراس ٧، روب ټيلر درې اؤ جوش ډيوي څلور رنز جوړ کړي دي.

دسري لنکا نووان کلاسيکرا اؤ دشمانتها چميرا دغوره بولنگ څرگندونه وکړه اؤ درې، درې لوبغاړ يې اؤټ کړل، لستهـ ملنگا دوه وکټې ترلاسه کړې اؤ تهسارا پريرا اؤ دلشان ، يو ، يو لوبغاړى اؤت کړو.

په ښه بيټنگ کمار سنگاکارا دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

دسري لنکا کپتان اينجلو ميتهيوز دټاس گټلو وروستو پخپله دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ وئيلي يې وؤ چې دلويې هدف ورکولو هڅه به کوي.

دسري لنکا دټيم مشر وويل چې ټيم کې درې بدلونونه شوي چې کې ددنيش چندي مل، سيانا نائکى اؤ اپل تهارنگا پځايې کشال پريرا، دهمانتها چميرا اؤ نوان کولاسيکرا ټيم کې شامل کړل شوي.

دسکاټس ټيم مشر پرسټن مومسين وويل هغوي هم ټيم کې درې بدلونونه کړي اؤ دسري لنکا په وړاندې به دمزاحمت هڅه کوي.

دې ميچ کې به په گټې يا نقصان سره په دواړو ټيمونو کوم لويې اثر نۀ پريوځي ځکه چې سري لنکا دوړاندې څخه کوارټر فائنل پورې رسيدلى اؤ سکاټ لينډ دټورنامنټ څخه بهر شوى دى، سکاټ لينډ تردې مهاله ورلډ کپ کې کوم ميچ نۀ دى گټلى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG