لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ : اسټريليا په ۶۴ رنزونو سري لنکا ته ماتې ورکړه


په سډني کې ترسره شوي د دغې مېچ ټاس اسټريليا گټلی او لمړی يې بيټنگ اخيستی ؤ .
په سډني کې ترسره شوي د دغې مېچ ټاس اسټريليا گټلی او لمړی يې بيټنگ اخيستی ؤ .

د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م په روانو مقابلو کې اسټريليا ـ سري لنکا ته په ۶۴ رنزونو ماتې ورکړه ، اسټريليا په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې په نهه لوبغاړو ۳۷۶ رنزونه جوړ کړي ، او په ځواب کې د سري لنکا پوره ټيم په ۴۷م اوور کې په ۳۱۲ رنزونو اؤټ شو او مېچ يې وبائيلو .

په سډني کې ترسره شوي د دغې مېچ ټاس اسټريليا گټلی او لمړی يې بيټنگ اخيستی ؤ .

د اسټريليا په بيټنگ کې زيات رنزونو گېلن ميگزول جوړ کړي او په ۵۳ بالونو يې ۱۰۲ رنزونه جوړ کړل . پاتې نورو لوبغاړو کې سټيوسمتهـ ۷۲ ، مائيکل کلارک ۶۸ او شېن واټسن ۶۸ رنزونه جوړ کړي ، او په نهه لوبغاړو اؤټ کېدو اسټريليا ـ سري لنکا ته د ۳۷۷ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

د سري لنکا په بالرانو کې ملنگا او پرېرا دوه دوه او درې نورو بالرانو يو يو وکټ اخيستی ؤ .

د اسټريليا په ځواب کې د سري لنکا په بيټنگ کې کماراسنگار ۱۰۴، دلشان ۶۲ او چنديمل ۵۲ رنزونه جوړ کړل ، خو په نورو بېټسمېنانو کې چا غوره لوبه ونه کړی شوه ، او ټول ټيم په ۴۶.۲ اوورو کې په ۳۱۲ رنزونو اؤټ شو .

د اسټريليا جېمز فالکنر درې او مائيکل سټارک او جانسن په دوه دوه کهلاړيانو اؤټ کولو کامياب شو .

د پول ای د دغو دواړو ټيمونو دا پينځم مېچ ؤ ، اسټريليا د نني مېچ سره په خپلو پينځه ؤ مېچونو کې درې وگټل ، يو يې بائيللی او بنگله دېش سره يي د باران له وجې مېچ نه ؤ شوی .

دغه رنگ سري لنکا په خپلو پينځه مېچونو کې په درېو کې افغانستان ، بنگله دېش او انگلېنډ ته ماتې ورکړې ، په لمړي مېچ کې يې د نيوزي لېنډ او نن يې د اسټريليا نه ماتې وخوړه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG