لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ : دويسټ انډيز د183 رنز په تعاقب کې دهند بيټنگ روان دى


 داسټريليا پرتهـ ښار کې لوبيدونکي ميچ کې ويسټ انډيز د ټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه کومه
داسټريليا پرتهـ ښار کې لوبيدونکي ميچ کې ويسټ انډيز د ټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه کومه

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې دويسټ انډيز د١٨٣ رنز په تعاقب کې دهند بيټنگ روان دى.

دويسټ انډيز جيسن هولډر٥٧، ډيرن سيمي ٢٦، ټيلر ١١، ډائن سمتهـ شپږ، کرس گيل ٢١، سيموئلز ٢، کارټر٢١، رمدن صفر،، سمنز٩ اؤ رسل ٨ اؤ کيمارروچ په صفر رنز ناټ اؤټ پاتې شوى.

داسټريليا پرتهـ ښار کې لوبيدونکي ميچ کې ويسټ انډيز د ټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه کومه چې دهغوي په حق کې يوه غوره پريکړه ثابت نۀ شوه اؤ ټول ټيم يې په ٤٥م اوور کې يواځې په ١٨٢ رنز اؤټ شو.

دهند له لوري تر ټولو کامياب بولر محمد شامي ؤ چې په ٨ؤ اورونو کې يې ٣٥ رنز ورکړي اؤ درې لوبغاړي يې اؤت کړي، اميش يادؤ اؤ روندرا جديجا دوه، دوه اؤ روي چندرن اشون اؤ شرما يو ، يو کټ ترلاسه کړه

څو شيبې وړاندې په لسم اوور کې ددوؤ وکټو په تاوان هند ٣٣ رنز جوړ کړي وؤ.

دټاس گټلو وروستو دويسټ انډيز کپتان جيسن هولډر پچ دلمړي بيټنگ کولو لپاره سازگار دى ځکه يې دلمړي بيټنگ پريکړه کړې اؤ اوس به مخالف ټيم ته دلويې هدف دټاکلو هڅه کوي.

هغه وويل دنن ميچ لپاره ټيم کې يو بدلون شو اؤ دسليمين بين پځايې کيمار روچ شامل کړل شوى.

دهندي ټيم کپتان مهندرا سنگهـ دهوني وويل پچ کې به ددوهم بيټنگ په مهال هم کوم بدلون نۀ راځي ځکه به هغوي ته دهدف په تعاقب کې کومه ستونزه نۀ وي.

هغه وويل محمد شامي ټيم کې يوځل بيا شامل کړل شوى اؤ بهونيشور کمار به نني ميچ کې دټيم برخه نۀ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG