لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ: بنگله ديش سکاټ لينډ ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه


دنيوزي لينډ دنيسلن ښار په سيکسټن اوول کې لوبول شوي ميچ کې داسکاټ لينډ له لوري دورکړل شوي ٣١٩ رنز هدف بنگله ديش په ٤٩ اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان پوره کړو.
دنيوزي لينډ دنيسلن ښار په سيکسټن اوول کې لوبول شوي ميچ کې داسکاټ لينډ له لوري دورکړل شوي ٣١٩ رنز هدف بنگله ديش په ٤٩ اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان پوره کړو.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې بنگله ديش اسکاټ لينډ ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې ده.

دنيوزي لينډ دنيسلن ښار په سيکسټن اوول کې لوبول شوي ميچ کې داسکاټ لينډ له لوري دورکړل شوي ٣١٩ رنز هدف بنگله ديش په ٤٩ اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان پوره کړو.

دبنگله ديش له لوري تميم اقبال ٩٥ رنز جوړ کړل اؤ دخپل ټيم په کاميابۍ کې يې مهم کردار ادا کړو، همدغه شان محمودالله ٦٢ اؤ مشفيق الرحيم ٦٠ جوړ کړل، شکيب الحسن ٥٢ اؤ صابر رحمان ٤٢ رنز جوړ کړل اؤ ناټ اؤټ پاتې شو.

داسکاټ لينډ جوش ډيوي دوه اؤ ائي اين وارډلا اؤ اليسټديئر ايونس يو، يو وکټ ترلاسه کړه.

په ښه بيټنگ داسکاټ لينډ کائل کوئنرز دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

له دې وړاندې اسکاټ لينډ دبنگله ديش خلاف لمړى بيټنگ وکړو اؤ دکائل کوئنرز د١٥٦ رنز په مدد سره يې په ٥٠ؤ اوورونو کې د٨ؤ وکټو په تاوان ٢١٨ رنز جوړ کړل.

اسکاټش ټيم چې دخپل اننگز اغاز وکړو نو لمړى وکټ يې د١٣ په مجموعي سکور هاغه وخت پريوتو چې ميک ليوډ په ١١ رنز اؤټ شو اؤ هميش گارينر هم په ١٩ رنز اؤټ شو.

له دې وروستو ميټ ميچن دکوئنرز سره د٧٨ رنز شراکت داري وکړه اؤ په ٣٥ رنز اؤټ شو ، خو کوئنرز غوره بيټنگ جاري وساتلو اؤ دوکټو څلورو لورو ته يې شاټونه ووهل، هغه د څلورو چوکو اؤ ١٧ؤ چوکو په مدد سره ١٥٦ رنز جوړ کړل. مومسن په ٤٣ اوور کې په ٣٩ رنز اؤت شو، رچي بيرنگټن ٢٦ اؤ ميتهيو کراس دټيم سکور کې د٢٠ رنز اضافه وکړه.

دبنگله ديش له لوري تسکين احمد درې، ناصرحسين دوه اؤ شکيب الحسن، شبيررحمان اؤ مشرفي مرتضي يو، يو وکټ ترلاسه کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG