لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف سعودي عرب ته روان شوى


 دسعودي عرب نوي باچا سلمان بن عبدالعزيز نواز شريف ته دمارچ دلمړۍ اوونۍ په مهال سعودي عرب ته دسفر بلنه ورکړې وه.
دسعودي عرب نوي باچا سلمان بن عبدالعزيز نواز شريف ته دمارچ دلمړۍ اوونۍ په مهال سعودي عرب ته دسفر بلنه ورکړې وه.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دشورو په ورځ په درې ورځنۍ دوره سعودي عرب ته ددغه هيواد دباچا سلمان بن عبدالعزيز السعود په بلنه روان شوى دى.

دروانيدو څخه دمخه خپل بيان کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې پاکستان اؤ سعودي عرب دوه وروڼه هيوادونه دي اؤ زياته کړې يې ده چې دوخت په تيريدو ددواړو هيوادونو اړيکې نورې هم مضبوطې شوي دي.

وزيراعظم نوازشريف دڅلورم څخه شپږم مارچ پورې کيدونکې دا دوره دسعودي عرب دباچا سلمان بن عبدالعزيز السعود په ځانگړې بلنه کوي، سعودي ته جون ٢٠١٣م کې دوزيراعظم جوړيدو څخه وروستو دنواز شريف لمړۍ سرکاري دوره ده.

له دې وړاندې نواز شريف دسعودي عرب څو غيرسرکاري دورې کړي چې پکې دوهمې جنورۍ دوره هم شامله ده.

دسعودي عرب نوي باچا سلمان بن عبدالعزيز نواز شريف ته دمارچ دلمړۍ اوونۍ په مهال سعودي عرب ته دسفر بلنه ورکړې وه.

نواز شريف سره دسعودي عرب ددې سفر په مهال دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار، دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف، ځانگړى مرستيال طارق فاطمي ، عرفان صديقي اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم ملگري دي.

دپاکستان دخارجه دفتر له لوري دجاري شوي بيان ترمخه سعودي عرب ته دوزيراعظم لمړۍ سرکاري سره به ددواړو هيوادونو قيادت ته دخپل مينځي خوښۍ په چارو دخبرو اترو موقع په لاس ورکړي اؤ ورسره به ددواړو هيوادونو اړيکې نورې هم مضبوطې شي.

دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم په يو بيان کې وئيلي دي چې وزيراعظم نواز شريف به دسعودي عرب ددغه سفر په مهال دسعودي عرب باچا سره دخبرواترو کولو ترڅنگ عمره هم ادا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG