لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف: د پاکستان او افغانستان تعلقات ښه کېدو پله روان دي


نوازشريف وئيلي په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت راتلو وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې په سمه مخه روانې شوي دي .
نوازشريف وئيلي په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت راتلو وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې په سمه مخه روانې شوي دي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي ، هيله لري چې افغانستان کې به د سولې د خبرو عمل په کاميابۍ ترسره شي ، او زياته کړې يې ده چې د افغانستان د نوي حکومت جوړېد نه پس د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کې ډېر پرمختگ شوی دی .

د سرکاري ميډيا ترمخه نن د گل په ورځ د وزيراعظم نوازشريف سره په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسی زۍ ليدلي دي ، او د دوه اړخيزه اړيکو سره يې په مختلفو امورو خبرې اترې کړي دي .

وزيراعظم نوازشريف د دواړو هېوادونو پاکستان او افغانستان ترمينځ په امنيتي مرستو اطمنان څرگند کړی او زياته کړې يې ده چې د پاکستان د پوځ سرلښکر د افغانستان دورې د مهمو امورو په ښه والي کې گټورې ثابت شوي دي .

نوازشريف وئيلي په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت راتلو وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې په سمه مخه روانې شوي دي .

د پاکستان وزيراعظم دغه خبره په داسې مهال کړي ، چې پېښور کې په ۱۶م دسمبر آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو د حملې سمدست وروستو د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د کابل دوره کړې ، او هلته يې د افغان صدر اشرف غني او پوځي چارواکو سره ليدلي وو .

او په دغو ليدنو کې دواړو خواؤ ته يو بل سره د مالوماتو شريکولو په اړه خبرې اترې شوې ، او مالومات شريک کړل شوي وو .

له هغې وروستو د افغان پوځ مشر جنرال شېرمحمد کريمې او افغانستان کې د موجودو بهرنو ځواکونو مشر جنرال جان اېف کېمپبل هم د راولپنډۍ په دوره راغلي ، او د هغې وروستو بيا د افغانستان د سرحدي ځواکونو يو پلاوي هم د پاکستان سفر کړی ؤ .

تېره مياشت يو ځل بيا جنرال راحيل شريف اود ائي اېس ائي مشر مېجرجنرال رضوان اختر کابل ته تلي ، او افغان صدر سره يي ليدلي وو .

د پاکستان د پوځي سرلښکر د کابل د دورې نه پس په مطبوعاتو داسې خبرونه خپاره شوي وو ، چې افغان طالبانو د افغانستان حکومت سره خبرو ته امادگي څرگند کړې او وئيل شوي وو ، د افغان طالبانو مذاکراتو ته په تيارولو کې د پاکستان پوځ کردار ادا کړی دی .

د جنرال راحيل شريف د دورې نه دوه ورځې وروستو د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرل عاصم باجوه وئيلي ؤ ، چې پاکستان تل په افغانستان کې د امن عمل ملاتړ کړی دی ، خو پوځي بيان کې د افغان طالبانو د مذاکراتو په لړ کې کومه ډاگيزه خبره نه وه شوې .

د پاکستان د پوځي بيان نه دوه ورځې پس د افغانستان ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله هم د کابينې غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ چې په نزدې څو ورځو کې به افغانستان کې د سولې خبرې پېل شي .

افغانستان کې د اشرف غني د حکومت راتلو نه وړاندې د پخواني صدر حامد کرزۍ په دور کې تل د پاکستان او افغانستان اړيکې ترينگلې پاتې شوي ، او د دواړو خواؤ به د يو بل په داخلي چارو کې د لاس وهنو تورونه لگېدل .

د افغانستان دريز ؤ ، چې پاکستان هغو وسله والو ته تحفظ ورکوي کوم چې په افغانستان کې وراني کوي ، او دغه ډول به پاکستان وئيل چې د پولې پورې غاړې نه پاکستان کې د ترهگرۍ پلانونه جوړيږي .

په وروستيو کې د افغانستان د مشرانو يو پلاوي هم د پاکستان دوره کړې وه ، او د هغويي وينا وه چې د هېواد په اړه يې د پاکستان په تگ لارو کې مثبت بدلون ليدل کيږي .

وزيراعظم نوازشريف اسلام اباد کې افغان سفير جانان موسی زۍ سره په ليدنه کې افغانستان کې د وارو له کبله په انساني زيان خفگان څرگند کړی او وئيلي يې د گاونډي هېواد سره هر قسمه مرستو ته تيار دی .

پاکستان تېره ورځ افغانستان کې د واورو نه اغېزمندو خلکو د مرستو دپاره دوه جهازونه امدادي سامان لېږلی ؤ ، او جانان موسی زۍ د افغانستان د صدر لخوا د پاکستان د مرستې مننه کړې ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG