لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان کډوال به په ۱۶م مارچ بيرته ستنېدل پېل شي


د چارواکو په وينا په لمړۍ مرحله کې به د جنوبي وزيرستان سراروغې او سروکۍ تحصيلونو ۱۴ کليو ته اته زره کډوال لېږلی شي .
د چارواکو په وينا په لمړۍ مرحله کې به د جنوبي وزيرستان سراروغې او سروکۍ تحصيلونو ۱۴ کليو ته اته زره کډوال لېږلی شي .

د پاکستان په قبائيلي علاقه جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د پوځي اپرېشن له کبله د کډوال شوؤ خلکو بيرته خپلو علاقو ته د ستنېدو عمل به د روانې مياشتې د ۱۶ نېټې نه پېل شي . جنوبي وزيرستان کې شپږ کاله وړاندې د "راه نجات " په نوم پوځي اپرېشن شوی ؤ .

د جنوبي وزيرستان مرستيال پوليټيکل ايجنټ نواب صافي وايس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي ، د کډوالو د بيرته ستنېدو عمل به د مارچ د ۱۶م څخه شورو شي ، خو له دې وړاندې به د بيرته تللو کورنو اندراج کولی شي .

د نواب صافي په خبره د بيرته ستنېدونکو کډوالو رجسټرېشن به د ۸م مارچ نه تر ۱۱م مارچ پورې په ټانک کې کولی شي ، او کډوالو ته به د بيرته تلو په وخت يوې کورنۍ ته ۲۵زره روپۍ د امداد په توگه ورکول کيږي .

د چارواکو په وينا په لمړۍ مرحله کې به د جنوبي وزيرستان سراروغې او سروکۍ تحصيلونو ۱۴ کليو ته اته زره کډوال لېږلی شي .

په کال ۲۰۰۹م کې د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو په ضد د "راه نجات " په نوم پوځي اپرېشن شورو کړی ؤ ، چې له امله يې د سيمې نه په لکونو کسان بې کوره شوي وو .

د جنوبي وزيرستان نه کډه شوي کسان له دې وړاندې هم بيرته خپلو علاقو ته ستانه شوي ، او چارواکي وايي نزدې ۳۹زره کسان بيرته لېږل شوي دي .

په کال ۲۰۰۹م کې د پاکستان پوځ د سوات او نورو سيمو سره په باجوړ ايجنسۍ کې هم د وسله والو په ضد عمليات کړي او د دغو عملياتو په نتيجه کې هم په لکونو خلک بې کوره شوي وو .

پوځ تېرکال د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د "ضرب عضب" او بيا د اکتوبر په مياشت کې خېبرايجنسۍ کې د "خېبر ون" په نوم د وسله والو په ضد عمليات پېل کړي ، چې وس هم دوام لري ، او د دغو عملياتو په نتيجه کې د ۱۰لاکو پورې خلک بې کوره شوي دي .

په داسې حال کې چې پوځ وايي د شمالي وزيرستان د ۹۰ فيصده پورې علاقه يې د ترهگرو نه پاکه کړې ده ، د حکومت لخوا وئيل کيږي چې د شمالي وزيرستان نه د بي کوره شوؤ خلکو د بيرته ستنېدو عمل به هم د راتلونکې مياشتې څخه پېل شي ، ولې په دغې لړ کې کومه کره نېټه نه ده ټاکل شوې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG