لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيوزي لينډ اسټريليا ته په يو وکټ ماتې ورکړې


ايډن پارک اکلينډ کې ترسره شوي ميچ کې نيوزي لينډ د١٥٢ رنز هدف په ٢٤م اوور کې د٩ؤ وکټو په تاوان پوره کړو.
ايډن پارک اکلينډ کې ترسره شوي ميچ کې نيوزي لينډ د١٥٢ رنز هدف په ٢٤م اوور کې د٩ؤ وکټو په تاوان پوره کړو.

دائي سي سي کرکټ ورلډ په ٢٠م ميچ کې نيوزي لينډ ديوې سنسني خيزې مقابلې څخه وروستو اسټريليا ته په يو وکټ ماتې ورکړې ده.

ايډن پارک اکلينډ کې ترسره شوي ميچ کې نيوزي لينډ د١٥٢ رنز هدف په ٢٤م اوور کې د٩ؤ وکټو په تاوان پوره کړو.

دکپتان برينډن ميکولم دتيزې ففټۍ له امله په يو وخت کې داسې ښکاريده چې نيوزي لينډ به دا ميچ په اسانۍ سره وگټي خو دمچل سټارک ړنگولي بولنگ ټولې اندازې غلطې ثابتې کړې اؤ هغه پرله پسې کيوي بيټسمينانو پويلين ته درخصتولو سره ميچ سنسني خيز جوړ کړو.

دبرينډن ميکولم دا ففټي دورلډ کپ په تاريخ کې دريمه تر ټولو تيزه ففټي وه، هغه دې ټورنامنټ کې په ١٨ بالونو دورلډکپ دتاريخ تر ټولو تيزه ففټي هم وهلې ده.

دنيوزي لينډ له لوري دميکولم څخه وروستو تر ټولو زيات رنز جوړونکى کين وليم سن ؤ چې په ٤٥ رنز ناټ اؤټ پاتې شو.

دنيوزي لينډ نورو بيټسمينانو کې مارټن گپټل ١١، راس ټيلر يو، اينډرسن ٢٦، لوک رونکي شپږ اؤ ډينئل ويټوري دوه رنزجوړ کړل.

داسټريليا مچل اسټارک غوره بولنگ وکړو اؤ دنيوزي لينډ شپږ لوبغاړي يې اؤټ کړل ، پيټ کمنز دوه اؤ گلين ميکس ويل يو وکټ ترلاسه کړه.

له دې وړاندې داسټريليا ټيم په ٣٣م اوور کې په ١٥١ رنز اؤټ شو،اسټريليا دبيټنگ جارحانه اغاز وکړو خو لمړى وکټ يې د٣٠ په مجموعي سکور هاغه وخت پريوتو چې ايرون فنچ دټم ساؤتهي په بال بولډ شو.

ډيوډ وارنر اؤ شين واټسن هم جارحانه بيټنگ جاري وساتله اؤ دټيم سکور يې تر ٨٠ رنز پورې ورسولو، ١٣م اوور کې شين واټسن په ٢٣ رنز اؤټ شو اؤ په بال بال ډيوډ وارنر هم ايل بي ډبليو اؤت شو، مائيکل کلارک هم په ١٢ رنز ستون شو ، همدغه شان اسټيون اسمتهـ اؤ گلين ميکسويل هم دکيوي بؤلرانو مخې ته ونۀ دريدى شول، مچل مارش، مچل جانس اؤ مچل اسټارک ټرينټ بولټ اؤټ کړل.

داسټريليا له لوري بريډهيډن تر ټولو زيات ٤٣ رنز جوړ کړل، وارنر ٣٤ اؤ واټسن ٢٣ رنز جوړ کړل
دنيوزي لينډ له لوري ټرينټ بولټ په ١٠ؤ اورونو کې په ٢٧ر نز ورکولو سره پينځه لوبغاړي اؤټ کړل اؤ ډينئل ويټوري په ٤١ رنز ورکولو سره دوه لوبغاړي اؤټ کړل، دوه وکټې ټم ساؤتهي اؤ يو وکټ کورى اينډرسن ترلاسه کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG