لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس د اپوزيشن مشر وژل شوی دی


نموستو د پخواني صدر بورس يلسن په حکومت کې د ملک مرستيال وزيراعظم پاتې شوی ، او د ملک د موجوده صدر سخت ناقد ؤ .
نموستو د پخواني صدر بورس يلسن په حکومت کې د ملک مرستيال وزيراعظم پاتې شوی ، او د ملک د موجوده صدر سخت ناقد ؤ .

په روس کې د اپوزيشن يو مهم مشر او پخوانی نائب وزيراعظم بورس نمستوو د جمعې په شپه پلازمينه ماسکو کې وژل شوی دی .

د وزارت داخله ترمخه بورس نمستوو باندې په داسې مهال د يو گاډي نه وسله والو ډزې کړي دي چې کله هغه ماسکو کې يو پُل باندې اوړېدو ، هغه څلور ډزه ويشتل شوی او په کوم ځايې چې دغه پېښه رامنځته شوې دا د کرېملن سره په لږه فاصله باندې ده .

د پوليسو په وينا نمستوو سره يو ښځه هم پېدل روانه وه ، ولې په ډزو کې هغه روغه پاتې شوې ده او د پېښې په اړه پوليس د هغې ښځې نه هم پوښتنې پېل کړي دي .

نموستو د پخواني صدر بورس يلسن په حکومت کې د ملک مرستيال وزيراعظم پاتې شوی ، او د ملک د موجوده صدر سخت ناقد ؤ .

د پېښې د ځايي نه د نمستوو د مړي وړلو وروستو د هغه پلويان په ژړا هغه ځايې ته راجمع شوي چرته چې هغه باندې ډزې شوې وې او هلته يي گلونه اېښودي او موم بتيانې يې بلې کړي دي .

د روس د سرکاري خبري ادارې اتارـ تاس ترمخه صدر ولاديميرپيوټن په سمدستي ډول د نمستوو د وژنې د پېښې نه خبر کړی شوی ، او وئيل شوي چې کرېملن به د پښې پلټنې گوري .

د صدر پيوټن يو وياند وئيلي ، چې د وژنې دغه پېښه "اجرتي قتل" مالوميږي ، او دغه پېښه د اتوار نه وړاندې د اپوزيشن ډلو د لاريون قهرژن کولو سبب جوړېدی شي .

د امريکې صدر باراک اوباما يو بيان کې د نسمتوو د وژنې د پېښې غندنه کړې او د روس نه يې د پېښې د بې طرفه پلټنو کولو غوښتنه کړې ده .

صدراوباما وئيلي " زه د نمستوو لخوا په روس کې د درغلۍ په ضد د مبارزې ستائينه کوم ، او نمستوو د خپل ملک د وگړو د حقونو ترلاسه کولو دپاره يو نه ستړی کېدونکی وکيل ؤ ".

د امريکې خارجه وزير جان کېري هم د بورس نمستوو په وژنه د خفگان څرگندونه کړی ، او وئيلي يي دي بورس نمستوو خپل ژوند دغې کارونو ته ورکړی ؤ چې په روس کې زيات جمهوريت او خوشحالي وي ، او د روس د نورو گاونډيانوپه گډون امريکې سره مظبوطې اړيکې وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG