لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لشکر طیبه سره د پاکستان په ملاتړ د امریکې اندیښنې


تیره ورځ په واشنګټن ډي. سي کې د امریکا سېنټ او د هاوس یا د نماېنده ګانو د ایوان په دواؤ جلا جلا غونډو کې د پاکستان سره مالي مدد او په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ او ګاونډیانو سره په چارو خبرې ، اندېښنې او نیوکې شوي دي.

د سېنټ د پوځي چارو د کمېټۍ يوې غونډې ته د امریکا د ملي استخباراتي ادارې مشر جېمز کلپر وېلي که لشکر طیبه سره پاکستان ملاتړ جاري ساتي نو دا به د هندوستان سره اړېکې خرابوي.

نوموړي وېلې د وزیراعظم نواز شریف لخوا په هیواد کې د توانۍ بحران ختمولو، اقتصاد ته وده ورکولو او امنېتي مسلې حل کولو کې د اولس په طمعو پوره نه دی.

دشورو په ورځ هم امريکائي کانگريس کې پاکستان ته په ورکړل کيدونکي ٥٠ کروړه ډالره امداد دبنديز په اړه بحث کړى اؤ دډاکټر شکيل افريدي په خوشې کولو يې زور راوړى دى.

دامريکا دخارجه وزارت له لوري دبين المللي چارو لپاره د٢٠١٦م بوديجه کې پاکستان ته دخواؤشا نوي کروړو ډالرو ورکولو سفارش شوى چې پکې پنځوس کروړه ډالر دترهه گرۍ په ضد دجگړې لپاره دي.

دامريکائي انتظاميې له لوري پاکستان ته دامداد دورکړې دتجويز څخه وروستو قانون سازانو دامريکا خارجه وزير جان کيري ته سختې پوښتنې راولاړې کړي.

دميډيار اپورونه وائي چې دکيليفورنيا يو قانون ساز ډانا روهر باکر وئيلي دي کوم تن چې امريکا سره (دالقاعده دمشر) اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کړې هغه(دپاکستان) په يو زندان کې بد وخت تيروي خو امريکائي انتظاميې ددغه شان هيواد لپاره دلويې رقم په ورکولو غور کوي. هغه وئيلي دي زما له نقطه نظره لويې ملگرى هاغه څوک دى څوک چې دامريکا ددښمن لويې دښمن دى

دکانگريس پوښتنې ته په ځواب کې جان کيري وويل هغه دغه معامله دپاکستان دپخواني صدر اصف علي زرداري اؤ موجوده وزيراعظم نواز شريف سره راپورته کړې اؤ ورته يې وئيلي دي چې (ډاکټر شکيل) افريدى په جيل کې ساتل نۀ يواځې دا چې بې انصافي ده بلکې دهاغو اصولو په ضد هم دي دکومو لپاره چې واشنگټن هڅې کوي. خارجه وزير وويل چې دغه معامله يواځې په ديپلوماتيکي طريقې اؤ پرله پسې دخبرو اترو له لارې هواريدى شي.

ډاکټرشکيل افريدى دتيروڅلورو کلونو راهسې پاکستان کې بندي دى اؤ هغه مئ ،٢٠١١م کې ددې اطلاعاتو مخې ته دراتللو څخه وروستو نيول شوى ؤ چې هغه دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن په لټولو کې امريکائي خفيه ادارې سي ائي اى سره مرسته کړې وه.

امريکائي ځانگړو ځواکونو مئ،٢٠١١م کې دپاکستان ايبټ اباد ښار کې يوه خفيه کارروائي کړې وه چې په نتيجه کې يې اسامه بن لادن وژل شوى ؤ.

دترټولو خطرناک ترهه گر( اسامه بن لادن) په وژلو کې امريکا سره په ملاتړ کولو امريکا کې دډاکټر شکيل افريدي زياته ستائينه کيږي اؤ دهغه دخوشې کولو لپاره په پاکستان دفشار اچولو خبرې هم کيږي.

خو پاکستاني چارواکي وائي چې دډاکټر شکيل افريدي معامله عدالت کې ده اؤ دهغه په معامله دقانون سره سم عمل کولى شي.

پاکستاني چارواکي وائي چې خيبرايجنسۍ سره تعلق لرونکى ٥١ کلن ډاکټر شکيل افريدي ته دپاکستان قبائيلي سيمو کې درواج قانون ايف سي ار لاندې تندروه ډلې لشکر اسلام سره داړيکو لرلو په تور د٢٣ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG