لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسينيټ ټاکنې: وزيراعظم نن پارليماني مشرانو سره صلاح مشوره کوي


 دپاکستان دائين له مخې اسلام اباد، صوبو اؤ قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکي دسينيټ نيم غړي هردرې کاله پس ريټائر کيږي.
دپاکستان دائين له مخې اسلام اباد، صوبو اؤ قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکي دسينيټ نيم غړي هردرې کاله پس ريټائر کيږي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دجمعې په ورځ دسينيټ په راتلونکو انتخاباتو دغور اؤ صلاح مشورې لپاره دپارليماني مشرانو غونډه رابللې ده.

دپاکستاني پارليمان دبرني ايوان( سينيټ) په ٥٢ؤ چوکو په پينځم مارچ ټاکنې کيدونکې دي ، ددغو ټاکنو لپاره دنامزدگۍ دکاغذونو دبيرته اخستو وروستۍ نيټه ٢٨مه فروري ده اؤ هم په دې ورځ به دکانديدانو غوڅ فهرست هم جاري کولى شي.

دپاکستان دائين له مخې اسلام اباد، صوبو اؤ قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکي دسينيټ نيم غړي هردرې کاله پس ريټائر کيږي.

دپاکستان دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار تير ماښام ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې واکمن گوند پي ايم ايل(ن) اؤ مخالفه ډله تحريک انصاف سياست څخه دهارس ټريډنگ دکلچر خاتمې لپاره متفق دي.

هغه وئيلي دي دهيواد تقريباً ټولو سياسي گوندونو سره حکومت دتماس نيولو وروستو پريکړه کړې ده چې په ٥م دسينيټ راتلونکو انتخاباتو کې به درائيو ورکړه پرانستې وي.

دتحريک انصاف مشر جهانگير ترين هم وئيلي دي چې انتخاباتو کې شفافيت دهغوي پخوانى دريځ دى اؤ په دغه معامله دحکومت ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG